کندهار کي له ۲۷۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وسوه

  د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه د جوړ سوي کمېسیون له لوري د چهارشنبې په ورځ له ۲۷۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدي پيسو او ژمنیو توکو مرسته وسوه. ددې کمېسیون مشر مولوي کامل وویل، دا کمېسیون د ا،ا،امارت له راتګ سره سم د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا […]

 

د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه د جوړ سوي کمېسیون له لوري د چهارشنبې په ورځ له ۲۷۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدي پيسو او ژمنیو توکو مرسته وسوه.

ددې کمېسیون مشر مولوي کامل وویل، دا کمېسیون د ا،ا،امارت له راتګ سره سم د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه جوړ سوی، چي تر دې دمه پوري ئې شاوخوا د شل زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو، ژمنیو توکو او نغدي پيسو مرسته کړې، چي په خبره ئې تر ډېره د دوی د مرستو اصلي موخه سوال کوونکو نارینه او ښځینه وو ته مرسته رسول دي، ترڅو د سړک پر غاړه له سوال کولو څخه راوګرځي.

د مولوي کامل په خبره، په دې پروسه کي ئې داځلي له ۲۷۰ سوال کوونکو، معلولو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو، ژمنیو توکو او نغدي پيسو مرسته وکړه، چي د خپلو خبرو په وروستیو کي ئې وویل، له اړمنو کورنیو سره ددې کمېسیون مرستي به راتلونکي کي هم دوام ولري.

مرسته ترلاسه کوونکو لومړی له کندهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي دوی ته ځانګړې پاملرنه لري او د ټاکل سوي کمېسیون له لاري ورسره هره میاشت مرسته کوي. دوی په خپلو خبرو کي وویل، پخوا ئې سوال کاوه، خو له کله چي ددې کمېسیون له لاري ورسره مرستي کیږي، نو له سوال کولو څخه ئې لاس اخیستی دئ.

چهارشنبه: ۱۴۴۳/۷/۱۴