کندهار کي د ۲۴۸۰ کورنیو سره د ۲۰۰ ډالرو او ژمنیو توکو مرسته وشوه

د شنبې په ورځ کندهار کي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست د کډوالۍ نړیوالي ادارې ‹‹IOM›› په همکارۍ د ۲۴۸۰ بې وزله کورنیو سره د دوه سوه امریکایي ډالرو، درې توسانو او نورو ژمنیو توکو مرسته وکړه. د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، دا بې وزله کورنۍ د کندهار […]

د شنبې په ورځ کندهار کي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست د کډوالۍ نړیوالي ادارې ‹‹IOM›› په همکارۍ د ۲۴۸۰ بې وزله کورنیو سره د دوه سوه امریکایي ډالرو، درې توسانو او نورو ژمنیو توکو مرسته وکړه.

د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، دا بې وزله کورنۍ د کندهار ښار ترڅنګ د پنجوایي، ژړۍ، لوړ میوند، کښته میوند او ارغنداب ولسوالیو څخه وې، چي په خبره یې له ډلي یې د اوومي ناحیې ۵۰۰ هغه کورنۍ هم پکښي شاملي کړي وې، چي د تېرو جګړو له امله کډوالي سوي وې.

د یاد ریاست له لوري د ورکړل سویو معلوماتو له مخي د یادو ټولو کورنیو سروې مخکي سوې وه، چي هرې کورنۍ ته دوه سوه امریکایی ډالر ، درې توسان او نور ژمني توکي ورکول سول.

دا ریاست وایي، د کډوالو نړیوالي ادارې ترڅنګ به اړوندو نورو ادارو سره په همږغۍ د بې وزله او کډوالو سویو کورنیو سره دا مرستي راتلونکي کي هم دوام ولري.

شنبه: ۱۴۴۳/۵/۱۳