کندهار کي د یووالي په نوم د هیواد په کچه د فوټبال سیالۍ پيل سوې

  د پنجشنبې په ورځ ماپښین د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د یووالي په نوم د هیواد په کچه د فوټبال لويي سیالۍ پیل سوې، چي د پيل په مراسمو کي د افغانستان د اُلمپیک ملي کمېټې سرپرست انجینر نظرمحمد مطمین، د افغانستان فوټبال فدراسیون رئیس یوسف کارګر، د کندهار ولایت مقام د […]

 

د پنجشنبې په ورځ ماپښین د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د یووالي په نوم د هیواد په کچه د فوټبال لويي سیالۍ پیل سوې، چي د پيل په مراسمو کي د افغانستان د اُلمپیک ملي کمېټې سرپرست انجینر نظرمحمد مطمین، د افغانستان فوټبال فدراسیون رئیس یوسف کارګر، د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله، د کندهار ولایت مقام مالي او اداري صابر مولوي صاحب، د کندهار د والي حاجي محمدیوسف وفا ځانګړي استازي حاجي حضرت‌علي او د بېلابیلو ادارو رئیسانو حضور درلود.

 

د پيل په مراسمو کي د افغانستان د اُلمپیک ملي کمېټې رئیس انجینر نظرمحمد مطمین لومړی کندهار کي ددې سیالیو پر ترسره کېدو خوښي وښودله او د افغان یونایټیډ بانک څخه یې ځانګړې مننه وکړه، چي ددې سیالیو مالي ملاتړ یې وکړ.

 

نظرمحمد مطمین وویل، د ا،ا،امارت په راتګ سره د هیواد په ګڼو سیمو کي ورزشي سیالۍ زیاتي سوي، چي د ا،ا،امارت مشرتابه ورزش ته خاصه پاملرنه لري، چي ښه بېلګه یې د همدې سیالیو ترسره کېدل دي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې د افغانستان اُلمپيک ملي کمېټې په استازیتوب ټولو ورزشکارانو ته د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

 

وروسته د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله لومړی له مرکزي ادارو څخه راغلیو ټولو ملېمنو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې وښودله، چي کندهار د هیواد په کچه د داسي لویو سیالیو کوربتوب کوي.

 

مولوي محب‌الله وویل، د کندهار ولایتي اداره هم ورزش ته خاصه پاملرنه لري، چي په خپلو خبرو کي یې د ولایتي ادارې په استازیتوب ټولو ورزشکارانو ته د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

 

تر رسمي مراسمو وروسته د یووالي په نوم ددې ټورنمنټ لومړۍ لوبه د زرګونه مینوالو په شتون کي په سولییزه فضاء کښي د میوند اتلانو او طوفان هریرود فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي دوه ګولونه په مقابل کي د دوو ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده.

 

پنجشنبه: ۱۳۴۳/۶/۱۰