نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د شنبې په ورځ د کندهار په لویه عیدګاه کښي د کندهار ښار او ولسوالیو زرګونه اوسېدنکو د وچکالۍ لهمنځه تلو او اورښتونو په موخه د استسقاء لمونځ اداء کړ، چي پکښي د ولایت مقام د استازیو ترڅنګ، د کندهار ښار او ولسوالیو جیدو علماوو، د ټولو ادارو رئیسانو، د ادارو کارکوونکو او م […]
د شنبې په ورځ د کندهار په لویه عیدګاه کښي د کندهار ښار او ولسوالیو زرګونه اوسېدنکو د وچکالۍ لهمنځه تلو او اورښتونو په موخه د استسقاء لمونځ اداء کړ، چي پکښي د ولایت مقام د استازیو ترڅنګ، د کندهار ښار او ولسوالیو جیدو علماوو، د ټولو ادارو رئیسانو، د ادارو کارکوونکو او م جاهیدنو ګډون کړی وو.
د استسقاء تر لمانځه مخکي ټولو ګډونوالو ته لومړی د «امیر.المؤمنین. شېخ.الحدیث.والتفسیر.مولوي. هیبت.الله.اخندزاده.حفظه .الله .تعالی» پیغام وړاندي سو. یاد پيغام کي راغلي وو، چي ټول علماء دي په خپلو منځونو کي اختلافات له منځه یوسي، م جاهدین دي له هرچا سره ښه سلوک وکړي، ترڅو اللهج او ولس ته مقبول وګرځي، هر مسلمان دي د اسلامي نظام او هیواد د جوړېدو په برخه کي ډېر کار وکړي او زحمت وکاږي، تیر نظام خلګ چي معافي ورته سوې ده هغوی ته باید څوک تکلیف ور نکړي.
وروسته د کندهار جیدو علماوو مولوي اغاصاحب او شېخ مولوي اخترمحمد زعفراني صاحب په خپلو ویناوو کي د هیواد ټول وګړي، ټول قومونه او مذهبونه یووالي او ورورولۍ ته راوبلل او په خپلو خبرو کي یې د اسلامي نظام پر پياوړتیا، د جُرمونو د مخنیوي لپاره د حدودو عملي کولو، د تېرحکومت د معاف سویو کسانو د ساتني او د اسلامي حکومتدارۍ د ښهوالي په برخه کي یې ارزښتناکي خبري وکړې.
د ویناوو تر پایته رسېدو وروسته راغلیو زرګونه کسانو د وچکالۍ له منځه تلو او اورښتونو په موخه د استسقاء لمونځ د شیخ مولوي عبدالقیوم صاحب په امامت اداء کړ او ټولو په ګډه دُعاوي او زارۍ وکړې او د الله ج له دربار څخه یې هیواد کي د وچکالۍ له منځهتلو او اورښتونو غوښتنه وکړه.
شنبه: ۱۳۴۳/۵/۲۰
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.