نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د دوشنبې په ورځ مازدیګر ولایت مقام کښي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ کندهار کي د لا ښه امنیت خوندي کېدو په موخه د همږغۍ غونډه جوړه سوه، چي پکښي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیاتالله مبارک، د ۲۰۵ البدر قول اُردو قومندان قاري مهرالله حماد، د کندهار امنیه قومندان […]
د دوشنبې په ورځ مازدیګر ولایت مقام کښي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ کندهار کي د لا ښه امنیت خوندي کېدو په موخه د همږغۍ غونډه جوړه سوه، چي پکښي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیاتالله مبارک، د ۲۰۵ البدر قول اُردو قومندان قاري مهرالله حماد، د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیمالله محمود، د کندهار د استخباراتو رئیس مولوي عبدالرشید منیب، په جنوب کي د هوايي ځواک مسئول مولوي فتحالله منصور، د امنیت آمر حافظ احمدالله سحر، د کندهار د علماوو شورا رئیس مولوي حبیبالله آغاصاحب، د کندهار د امربالمعروف و نهي عنالمنکر ریاست رئیس مولوي عبدالرحمن منیر، د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله، د کندهار ولایت مقام مالي او اداري رئیس صابر مولوي صاحب او د کندهار د والي استازي مولوي سلطان محمد پکښي حضور درلود.
د کندهار والي په مشرۍ کندهار کي د لا ښه امنیت خوندي کېدو په موخه په یاده غونډه کي د ټولو امنیتي اُرګانونو ترمنځ د لا ښه همږغۍ راوستلو او همکارۍ کولو په موخه هر اړخیزه بحث او خبري وسوې او نظریات له یو بل سره شریک کړل سول.
حاجي محمدیوسف وفا له راغلیو مسئولینو څخه وغوښتل، ترڅو په ټولو برخو کي له یو بل سره همکاري ولري، همږغي وساتي او د کارونو د پرمختګ په برخه کي د یو او بل ملاتړ وکړي او د کندهار د امنیت لا خوندیتوب ته نوره هم ځانګړې توجه ولري.
همدا راز غونډه کي پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث او خبري وسوې او د کندهار والي صاحب په مشرۍ ورباندي لازمي پریکړي او تصمیمونه ونیول سول.
دوشنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۸
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.