کندهار کي د شري ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین لګولو کمپاین پیل شو

  د شنبې په ورځ د کندهار کتلوي معافیت په آمریت کي د شري ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین لس ورځنی کمپاین دوو ماشومانو ته په ورلګولو سره رسماً پيل سو، چي پر مهال یې د کتلوي معافیت آمر ډاکټر حذب‌الله فطرت، د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر موسی جان سلطاني، د بېړني […]

 

د شنبې په ورځ د کندهار کتلوي معافیت په آمریت کي د شري ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین لس ورځنی کمپاین دوو ماشومانو ته په ورلګولو سره رسماً پيل سو، چي پر مهال یې د کتلوي معافیت آمر ډاکټر حذب‌الله فطرت، د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر موسی جان سلطاني، د بېړني مراقبت څانګي مسئول ډاکټر عبدالقیوم پخلا، د یونیسف او WHO استازیو هم حضور درلود.

 

د یاد کمپاین تر پرانیستني وروسته د کندهار عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر موسی جان سلطاني وویل، د شري ناروغۍ د مخنیوي کمپاین د هیواد د پنځو ولایتونو غور، غزني، پکتیکا، بلخ او هلمند ترڅنګ په کندهار کي هم په دې موخه پيل سو، ترڅو د شري ناروغۍ مخنیوی په بشپړه توګه په کندهار او ټولو ولسوالیو کي وسي او په خپلو خبرو کي یې پر ټولو هیوادوالو ږغ وکړ، ترڅو د شري ناروغۍ د مخنیوي په موخه دې لس ورځني کمپاین کي ورسره بشپړه همکاري وکړي.

 

وروسته د کتلوي معافیت آمر ډاکټر حذب‌الله فطرت په خپلو خبرو کي لومړی شرې ناروغۍ یوه وژونکې ناروغي یاده کړه او په خپلو خبرو کي یې وویل، په کندهار کي د شري ناروغۍ د زیاتو پيښو د ثبتېدو په اساس یې د کندهار عامي روغتیا ریاست په همکاري هڅه وکړه، ترڅو کندهار کي د شري ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین لګولو یاد کمپاین ترتیب کړي.

 

ډاکټر حذب‌الله فطرت وویل،د شري ناروغۍ مخنیوي په موخه د واکسین لګولو په دې لس ورځني کمپاین کي به د کندهار ښار ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کي دوه لکه، پنځه اویا زره، اته سوه او اتو، هغو ماشومانو ته د شري ناروغۍ واکسین ولګول سي، چي عمرونه یې له نهو میاشتو بیا تر پنځه کلنۍ پوري وي او په خپلو خبرو کي یې وویل، ددې واکسین لګولو ترڅنګ د پولیو ضد د دوو څاڅکو واکسین کمپاین هم عملاً تطبیقوي.

 

ښاغلي فطرت وویل، دا کمپاین به په ښار او ولسوالیو کي د ۲۶۸ مسلکي ټیمونو په مټ تطبیق کړي او په خپلو خبرو کي یې وویل، دې کمپاین کي یې په ټولیزه توګه تر دولس سوه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.

 

وروستیو کي د بېړني مراقبت څانګي مسئول ډاکټر عبدالقیوم پخلا هم شرې ناروغي یوه وژونکې ناروغي یاده کړه او په خپلو خبرو کي یې پر ټولو عُلماوو، هیوادوالو، نظامي او ملکي ادارو او ټولو مدني فعالانو ږغ وکړ، ترڅو د شري ناروغي د مخنیوي په موخه د واکسین لګولو ددې کمپاین ترڅنګ د پولیو ضد واکسین په تطبیق کي هم خپل مهم رول اداء کړي.

شنبه: ۱۴۰۰/۹/۱۳