کندهار کي د دیني مدرسو کلنۍ ازمویني رواني دي

    د اسلامي تعلیماتو د معاونیت تر چتر لاندي کندهار کي د دیني مدرسو د وړې او لويي دورې کلنۍ ازمویني رواني دي، چي پکښي ټول ټال ۴۰۴ کسانو برخه اخیستې، چي له یادو کسانو څخه په شپږو ورځو کي د کندهار خرقې مطهرې مسجد جامع ترڅنګ د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کي ازموینه […]

 

 

د اسلامي تعلیماتو د معاونیت تر چتر لاندي کندهار کي د دیني مدرسو د وړې او لويي دورې کلنۍ ازمویني رواني دي، چي پکښي ټول ټال ۴۰۴ کسانو برخه اخیستې، چي له یادو کسانو څخه په شپږو ورځو کي د کندهار خرقې مطهرې مسجد جامع ترڅنګ د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کي ازموینه اخیستل کیږي.

 

د ازمویني اخیستو پرمهال د کندهار د پوهني رئیس مفتي قدرت‌الله الوصال لومړی خوښي وښودله، چي د ا،ا،امارت په راتګ سره په لومړي ځل دا ازموینه په ښه امنیتي فضا‌ء کښي اخیستل کیږي او د خپلو خبرو په دوام ئې وویل، د اسلامي تعلیماتو د معاونیت تر چتر لاندي دا ازموینه د لوړو زده‌کړو وزارت تر نظارت لاندي اخیستل کیږي، چي د ‹‹عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله›› په خاصه لارښوونه د وړې دورې بریالیو کسانو ته د فوق بکلوریا او د لويي دورې بریالیو کسانو ته بیا د لیسانس په کچه اسناد ورکول کیږي.

 

د یادي ازمویني څخه نظارت کوونکي مولوي عنایت‌الله صاحب وویل، د شنبې د ورځې څخه ددې ازمویني لړۍ راپيل سوې او تر پنجشنبې پوري به دوام ولري، چي په خبره ئې دې ازموینو ته د ښه چمتوالي په موخه ټولو ګډونوالو ته یوه میاشت مخکي خبر ورکړل سوی او د خپلو خبرو په دوام ئې وویل، د ازمویني له ټولو پروسو په شفاف ډول نظارت کوي.

 

په ازموینه کي دوو تنو ګډونوالو جان‌محمد او نصرت‌الله په خپلو خبرو کي لومړی خوښي وښودله، چي د ا،ا،امارت په راتګ سره دوی ته ددې ډول ازمویني ورکولو زمینه برابره سوې او زیاته ئې کړه، چي ټولو ګډونوالو ازموینه په ښه ډول ورکړه.

 

سې‌شنبه: ۱۴۴۳/۷/۲۱