کندهار کي د درمل جوړوني یوه لویه فابریکه پر جوړېدو ده

د سه  شنبې په ورځ سهار ولایت مقام کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په کندهار کي د سنو فارما په نوم د درمل جوړوني د لویي تولیدي فابریکي له مسئولینو سره ولیدل. په پيل کي د سنو فارما په نوم د درمل جوړوني فابریکي مشر حاجي محمدسعید صدیق وویل، سنو فارما د درملو تولیدي […]

د سه  شنبې په ورځ سهار ولایت مقام کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په کندهار کي د سنو فارما په نوم د درمل جوړوني د لویي تولیدي فابریکي له مسئولینو سره ولیدل.

په پيل کي د سنو فارما په نوم د درمل جوړوني فابریکي مشر حاجي محمدسعید صدیق وویل، سنو فارما د درملو تولیدي فابریکه د ۷۱ سوداګرو ترمنځ سهامي فابریکه ده، چي د جوړېدو چاري یې په ۲۰۱۶م کال کي د کندهار عینو ښارګوټي په صنعتي پارک کي پيل سوې، چي په خبره یې کارونه به یې د راتلونکي ۲۰۲۲م کال په نیمايي کي د ۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړ شي  او د هیواد په کچه به بیا لوړ ترینه ظرفیت لرونکي درمل تولید کړي.

حاجي محمدسعید صدیق وویل، ددې فابریکي په جوړېدو سره به اته سوه مستقیم او تر دوه زره زیاتو هیوادوالو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سي او هم به په اته کاري ساعتونو کښي شاوخوا دوه میلیونه ټابلیټ، یو میلیون کپسول او یولک بوتل شربت په لوړ ظرفیت تولید کړي، چي د تولید ټوله ماشنیري او وسایل لوړ کیفیت لرونکي او په بشپړه توګه پر نړیوالو معیارونو برابر دي.

وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د سنو فارما په نوم د درمل جوړوني تولیدي فابریکي مشر او استازیو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې پر دې لوی کار خوښي وښودله او ورڅخه یې ځانګړې مننه وکړه، چي په هیواد دننه د درملو ۷۱ سوداګر په ګډه دومره په لوړه کچه پانګه اچونه کوي.

کندهار والي وویل: په دې سره به افغانستان د درملو د تولید په برخه کي د ځان بسایني لور ته ولاړ سي او هم به د کیفیت او قیمت له اړخه یو غوره ادرس وي، چي په خبره یې ددې فابریکي په جوړېدو سره به افغانستان ته تر ډېره د بهرنیو درملو د واریدېدو مخه ونیول سي.

ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي د سنو فارما فابریکي مشرتابه ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او ورڅخه ویې غوښتل، ترڅو په دې نیک کار کي چټکوالی راولي.

سه شنبه: ۱۴۰۰/۷/۲۰

۲۰۲۱/۱۰/۱۲