کندهار کي د جنایي بندیانو د دوسیو ترڅېړلو وروسته ۴۰ تنه ازاد کړل شول

  د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې د مشرتابه په ځانګړې سپارښتنه د مولوي عبدالهادي مالي اخندزاده په مشرۍ د زندانونو او اداري چارو ارزولو او ستونزو حلولو په موخه ټاکل سوي پلاوي کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا، امنیه قومندان ملا عبدالغفار محمدي، […]

 

د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې د مشرتابه په ځانګړې سپارښتنه د مولوي عبدالهادي مالي اخندزاده په مشرۍ د زندانونو او اداري چارو ارزولو او ستونزو حلولو په موخه ټاکل سوي پلاوي کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا، امنیه قومندان ملا عبدالغفار محمدي، عدلي او قضايي ارګانونو، د کندهار لوی محبس له مسئولینو او د نورو کشفي او امنیتي برخو له آمرینو سره تر کتني وروسته د سې‌شنبې په ورځ د کندهار لوی محبس څخه لیدنه وکړه او د جنايي بندیانو د دوسیو څېړنه یې وکړه.

د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر مولوي عبدالهادي مالي اخندزاده لومړی کندهار ته د خپل سفر په اړه وویل، ځکه یې کندهار ته سفر کړی، ترڅو د کندهار په لوی محبس کي د ټولو جنايي بندیانو دوسیې په سم ډول د اړوندو ادارو په مټ وڅېړي، چي په خبره یې د کندهار په لوی محبس کي ۲۵۰ جنایي بندیان وه، چي د ټولو دوسیې یې د اړوندو ادارو د مسئولینو سره یوځای وڅېړلې، چي په پایله کي یې ۴۰ تنه چي بې‌ګناه ثابت سول او یا یې هم جُرم لږ و، آزاد کړل سول.

مولوي عبدالهادي مالي اخندزاده وویل، تر دې مخکي یې غزني او زابل ولایتونو ته سفرونه کړي، چي هلته یې هم د جنايي بندیانو د دوسیو څېړنه کړې، چي په پایله کي یې ګڼ شمېر بندیان آزاد کړل سوي او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، دا پلاوی به له دې وروسته روزګان، هلمند، نیمروز، هرات، فاریاب او ګڼو نورو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي او هلته به د ټولو جنايي بندیانو د دوسیو څېړنه وکړي او ترڅنګ به یې له ولایتي ادارې، امنیه قومندانۍ او د ګڼو نورو عدلي او د قضايي ارګانونو له مسئولینو سره په دې موخه ناستي وکړي، ترڅو د جنايي بندیانو دوسیې په سم ډول او پروخت وڅېړل سي.

د ازاد کړل سویو بندیانو له ډلي نویداحمد او فیض‌محمد لومړی په خپلو خبرو کي د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې د مشرتابه له لوري له ټاکل سوي پلاوي څخه خوښي وښودله، چي د اړوندو ادارو په مټ یې آزاد کړل.

سې‌شنبه: ۱۳۴۳/۶/۱