نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۸) په کندهار کي د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت څخه فارغ سویو څو تنو مسلکي ځوانانو په ګډه موټر جوړ کړی، چي نن د شنبې په ورځ د کندهار په باغ عمومي لوبغالي کي نندارې ته وړاندي شو. د موټر جوړونکو مسلکي ځوانانو له ډلي جمیل احمد قریشي وویل؛ کاري ټيم […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۸) په کندهار کي د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت څخه فارغ سویو څو تنو مسلکي ځوانانو په ګډه موټر جوړ کړی، چي نن د شنبې په ورځ د کندهار په باغ عمومي لوبغالي کي نندارې ته وړاندي شو. د موټر جوړونکو مسلکي ځوانانو له ډلي جمیل احمد قریشي وویل؛ کاري ټيم یې په ډېرو هڅو له مشینرۍ پرته په لاس «بویک ۱۹۱۰ » ماډل موټر د لومړي ځل لپاره په کندهار کي جوړ کړ، چي په خبره یې؛ د ټیم امکانات یې همدومره وه او که ډېر امکانات او مشینري ورته برابره سي، نوي او نور ماډل موټرونه به هم جوړ کړي او همدا راز یې د خپلو خبرو په وروستیو کي ډاډ وړاندي کړ، یوازي موټر نه بلکي نوري بېلابیلي پروژې یې هم د کاري ټیم تر لاس لاندي دي، چي هم د اقتصاد له اړخه د هیواد او ولس په ګټه دي او هم به خلګو ته پکښي اسانتیاوي برابري شي. غونډې ته وینا کې د هیواد د تخنیکي او مسلکي ادارې اړوند د حرفوي پروګرامونو د سمون رئیس مولوي عبدالودود هوتک وویل؛ د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره په هیواد کي ډېره پخوانۍ مخېنه لري، چي په ۱۳۹۷ هـ ش کال کي له پوهني وزارت څخه جلا او اوس په آزاد ډول فعالیت لري، چي په خبره یې؛ دا اداره د هیواد په ۳۴ ولایتونو کي د زدهکړو ۳۰۰ فعال مرکزونه لري، چي په همدې مرکزونو کي په ۳۰۰ برخو کي ځوانانو ته په لنډمهاله او اوږدمهاله ډول زدهکړي ورکول کیږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.