نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دا کندهار ښار دی ،په دې ښار کښي د دې ښار (ښاروالي )د دې ښار د ښاریانو لپاره ښاري اسانتیاوي برابروي. کندهار ښاروالۍ د کندهار ښار د معززه او قدرمنو اوسېدونکولپاره د سهولتونو په منظور په هره عرصه کښي ښاري اسانتیاوي رامنځته کوي،د پرمختیایي پروژو عملي کول،د ښار دتنظیفاتي چارو او سرسبزۍ ساتل،او د ژوند […]
دا کندهار ښار دی ،په دې ښار کښي د دې ښار (ښاروالي )د دې ښار د ښاریانو لپاره ښاري اسانتیاوي برابروي.
کندهار ښاروالۍ د کندهار ښار د معززه او قدرمنو اوسېدونکولپاره د سهولتونو په منظور په هره عرصه کښي ښاري اسانتیاوي رامنځته کوي،د پرمختیایي پروژو عملي کول،د ښار دتنظیفاتي چارو او سرسبزۍ ساتل،او د ژوند په نورو مهمو او حیاتي برخوکښي ښاریانو ته اسانتیاوي رامنځته کول هغه څه دي چي کندهارښاروالۍ یې عملأ په اړه اقدام کوي .
کندهارښاروال حسن حاجي صاحب وایي د کندهار ښآروالۍ پرسونل د ګرانو ښاریانو خادمان دي دوي ته ښاري سهولتونه برابروي نو اړتیا ده چي ګران ښاریان هم ښاروالۍ خپل دوهم کور وبولي او ددې تاریخي ښار په جوړونګه،ساتنه او سرسبزۍ کښي احساس د مسؤلیت درک کړي، دکندهار ښاروال په خبره هڅه او کوښښ کوي په دې تاریخي ښار کښي د ګرانو ښاریانو ټولو مهمو ضرورتونوته پاملرنه وکړئ او د سهولتونو په برابرولو سره ورته اسانتیاوي رامنځته کړي ولي د ښاریانو همکاري هم اړینه بولي .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.