کندهار ښاروالۍ مرستیال : د کندهار ښار په ښایسته ساتلو کښي هر ښاري باید د مسؤلیت احساس ولري

دکندهار ښاروالۍ مرستیال قاري مسافر وایي که څه هم د ښار د پاکوالي او سرسبزۍ په موخه د کندهار ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ پرسونل کار کوي،ښار سرسبزه او پاک ساتي ولي د ښار دنما او ښایست په مورد هم د ګرانو ښاریانو همکاري اړینه ده تر څو ددې جنتي (اشرف البلاد) ښار کندهار په […]

دکندهار ښاروالۍ مرستیال قاري مسافر وایي که څه هم د ښار د پاکوالي او سرسبزۍ په موخه د کندهار ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ پرسونل کار کوي،ښار سرسبزه او پاک ساتي ولي د ښار دنما او ښایست په مورد هم د ګرانو ښاریانو همکاري اړینه ده تر څو ددې جنتي (اشرف البلاد) ښار کندهار په ښایستوالي او ژوندي ساتلو کښي هم همکاري وکړي،

د کورونو او دکانونو مخونه ښه رنګول،پر پیادرونو تیل،مبلین،او نور داسي څه چي ښار بدرنګه کوي نه اچول او ورته پاملرنه هغه څه دي چي زموږ ګران کندهار ښار ته روحي ارامتیا ورکوي،

قاري مسافر وایي ددې ښار د هر ښاري لپاره د ښه ژوند کولو،ښایسته چاپیریال رامنځته کولو او روحي سکون اخیستلو هیله لري او د ګران کندهار په ښایسته کولو او ښه ښاري اصولو قایمولو کښي د ګډ کار هیله لري.