نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
کندهار ولایت مقام کښي د یکشنبې په ورځ سهار ولسوالیو کي د خوړو نړیوال سازمان د ټولو پروګرامونو د لا ښه تطبیق په موخه د همږغۍ غونډه جوړه سوه، چي په یاده غونډه کي د کندهار ولایت د کلیو او پراختیا رئیس مولوي حفیظالله آغا ، د اقتصاد رئیس مولوي عبدالسلام بریالي او د […]
کندهار ولایت مقام کښي د یکشنبې په ورځ سهار ولسوالیو کي د خوړو نړیوال سازمان د ټولو پروګرامونو د لا ښه تطبیق په موخه د همږغۍ غونډه جوړه سوه، چي په یاده غونډه کي د کندهار ولایت د کلیو او پراختیا رئیس مولوي حفیظالله آغا ، د اقتصاد رئیس مولوي عبدالسلام بریالي او د WFP,KRO,ALO,HAPA موسسو استازیو حضور درلود.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، چي وروسته د غونډي ګډونوال په ولسوالیو کي د ټولو موسساتو پر مرستو کولو وږغېدل او پر دې ټینګار وسو، ترڅو په ولسوالیو کي ټولي مرستي تر اړمنو کورنیو پوري ورسیږي او ددې ترڅنګ ټولي موسسې باید په ولسوالیو کي خپلي مرستي څو برابره زیاتي کړي، ځکه د ولسوالیو اوسېدونکي کلونه ـ کلونه سخت ځپل سوي.
دوشنبه: ۱۴۴۳/۷/۱۹/ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.