نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د جمعې په ورځ سهار کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار ژړۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولسوالۍ د ټولو نظامي او ملکي برخو د مسئولینو ترڅنګ ددې ولسوالۍ د ګڼ شمېر دیني عالمانو، مخورو سپينږیرو او مجاهدینو سره وکتل، چي پرمهال یې د ژړۍ د ولسوال او امنیه قومندان […]
د جمعې په ورځ سهار کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار ژړۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولسوالۍ د ټولو نظامي او ملکي برخو د مسئولینو ترڅنګ ددې ولسوالۍ د ګڼ شمېر دیني عالمانو، مخورو سپينږیرو او مجاهدینو سره وکتل، چي پرمهال یې د ژړۍ د ولسوال او امنیه قومندان ترڅنګ ددې ولسوالۍ د ګڼ شمېر نظامي او ملکي ادارو مسئولینو حضور درلود.
په پيل کي د ‹‹امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبت الله اخندزاده حفظه الله›› ځانګړي استازي مولوي نورالحق صاحب د غونډي له ګډونوالو سره د شیخ صاحب پيغام او د شیخ صاحب له لوري ددې ولسوالۍ ملکي او نظامي مسئولینو ته سوي ځانګړي لارښووني شریکي کړې، چي پکښي راغلي وه، مسئولین دي د هیواد جیدو علماوو، مشرانو او سپينږیرو څخه د ښې حکومتولۍ په برخه کي مشورې اخلي، مسئولین دي مجاهدین پوه کړي، ترڅو د ولس خدمت ته تر هرڅه لومړیتوب ورکړي، مسئولین باید عاجزي ولري او تل د خدای ج اذکار ووايي، مسئولین باید د خپلو ولسي خلګو په څېر عادي ژوند وکړي، مسئولین باید هیڅکله د امتیازاتو غوښتنه ونه کړي او مسئولین باید د شهرت په لټه کي نه وي.
وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی په افغانستان کي د ،ا،ا،امارت د بریا په موخه د غونډي ټولو ګډونوالو ته مبارکي وویله او په خپلو خبرو کي یې وویل، لکه څنګه چي دا نظام په ډېرو قربانیو سره راغلی نو اوس په کار داده، ترڅو ددې نظام د ساتلو لپاره ټول افغانان په ګډه ستړیاوي او تکلیفونه وباسو او زیاته یې کړه، چي دا نظام د ټولو هیوادوالو همکاریو ته اړتیا لري.
کندهار والي د خپلو خبرو په دوام پر علماوو ږغ وکړ، ترڅو ددې نظام د ساتلو په برخه کي خپل مهم رول اداء کړي او ددې ترڅنګ یې ورڅخه وغوښتل، چي علماء دي د ولس او ا،ا،امارت ترمنځ واټن ختمولو کي پوره هڅي وکړي.
ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي د یادي ولسوالۍ نظامي او ملکي مسئولینو ته په بېلابیلو برخو کي لازمي لارښووني وکړې او ددې ترڅنګ یې د ژړۍ ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
جمعه: ۱۳۴۳/۶/۴
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.