کندهار والي په وروستۍ پېښه کي د شهیدانو او ټپيانو له کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه

د سې‌شنبې په ورځ ناوخته د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه د کندهار ولایت مقام د دفتر رئيس مولوي محب‌الله، د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول مولوي محمود عزام، د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سکرټر حاجي حضرت‌‌علي او د کندهار ولایت مقام نظامي مسئول مولوي مسافر د کندهار میرویس حوزوي […]

د سې‌شنبې په ورځ ناوخته د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه د کندهار ولایت مقام د دفتر رئيس مولوي محب‌الله، د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول مولوي محمود عزام، د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سکرټر حاجي حضرت‌‌علي او د کندهار ولایت مقام نظامي مسئول مولوي مسافر د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته ولاړل او هلته یې کندهار کي د وروستۍ پيښي د شهیدانو او ټپیانو حالت له نژدې وپوښت او ورسره یې نغدي مرسته وکړه.

په پيل کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئيس مولوي محب‌الله، چي د شنبې په ورځ ماخستن د کندهار جامعه عمر سیمي سره نژدې په یوه ناڅاپي پېښه کي د یوې کورنۍ غړي شهیدان او ټپیان سول، کورنۍ ته یې تسلیت او د غمشریکۍ مراتب څرګند کړل او په خپلو خبرو کي یې د میرویس حوزوي روغتون مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د ټپیانو درملنه په سم ډول وکړي.

مولوي محب‌الله په خپلو خبرو کي ډاډ ورکړ، چي د ټپیانو د درملني په موخه چمتو دي، ترڅو نورو هیوادونو ته یې هم واستوي.

وروستیو کي د شهیدانو او ټپیانو کورنۍ د کندهار والي په ځانګړې لارښوونه د ورغلي پلاوي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د ټپیانو حالت یې له نژدې وپوښت او ورسره یې نغدي مرسته وکړه.

سې‌شنبه: ۱۳۴۳/۵/۹