نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د دوشنبې په ورځ د کندهار خاکرېز ولسوالۍ د لالک و زرک په سیمه کي یوه اته کلنه نجلۍ ۱۰۵ متره ژوري برمې ته ولوېده، چي د کندهار والي په مشرۍ ئې د ژغورلو هر اړخیزه عملیات ترسره سول، چي بلاخره تر ۲۳ ساعتونو وروسته د سېشنبې په ورځ ماپښین شاوخوا څلور بجۍ نجلۍ […]
د دوشنبې په ورځ د کندهار خاکرېز ولسوالۍ د لالک و زرک په سیمه کي یوه اته کلنه نجلۍ ۱۰۵ متره ژوري برمې ته ولوېده، چي د کندهار والي په مشرۍ ئې د ژغورلو هر اړخیزه عملیات ترسره سول، چي بلاخره تر ۲۳ ساعتونو وروسته د سېشنبې په ورځ ماپښین شاوخوا څلور بجۍ نجلۍ له برمې څخه راویستل سوه او سمدستي د کندهار والي د هدایت سره سم د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته راوړل سوه، چي اوس الحمدالله جوړه روغه ده.
ددې نجلۍ په ژغورلو کي امینالله ‹‹اُستاذ›› مهم رول ولوباوه، چي د خپلي جوړي سوي مشینرۍ په مټ ئې پلازو وژغورله او تر ژغورلو وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام ته راوغوښت، وئې ستایه او د اعزاز بګړۍ ئې ور و تړله، چي پرمهال ئې د کندهار والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري، د کندهار ولایت مقام د دقتر رئیس مولوي محب الله او د کندهار ولایت مقام مالي او اداري رئیس صابر مولوي صاحب حضور درلود.
امینالله ‹‹اُستاذ››وویل، له تېر یوه کال راهیسي ئې د یادي مشینرۍ پر جوړښت کار پيل کړی وو، چي په خبره ئې د کندهار والي په خاصه لارښوونه ئې د پلازو د ژغورلو لپاره سیمي ته ډېر ژر ځان ورساوه او دا ئې لومړی ماشوم وو چي وئې ژغوره.
د ژغورل سوي نجلۍ پلار خدای نور د کندهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي دده په هڅو ئې لور له برمې څخه راوایستل سوه او اوس جوړه روغه ده.
کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی د امین الله ‹‹اُستاذ›› څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د ځانګړي مشینرۍ په مټ ئې نجلۍ له ژوري برمې څخه راویسته او ژوند ئې وروژغوره او ددې ترڅنګ ئې د ا،ا،امارت د بېلابیلو ادارو له مسئولینو او کارکوونکو د هڅو ستاینه هم وکړه، چي د نجلۍ په ژغورلو کي ئې کوښښونه وکړل.
کندهار والي په خپلو خبرو کي د کورنیو چارو د سرپرست وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د هدایت مطابق د کندهار ښار د ټولو حوزو آمرینو، د ولسوالیو امنیه قومندانانو او ولسوالانو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو اړونده سیمو کي هر وخت په تکراري ډول ټولو برمه وهونکو او د سیمو اوسېدونکو ته ځانګړې لارښوونه کوي، ترڅو د برمې سر پټ وساتي.
ښاغلي وفا وویل، که خدای مه کړه بیا داسي پېښه تکرار سوه، نو برمه وهونکی به محکمې ته معرفي سي.
د یادولو وړ ده، چي له کندهار والي سره تر لیدني وروسته د نجلۍ ژغورونکي او پلار ئې د پنجشنبې په ورځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله سره ولیدل، د ژغورونکي ستاینه ئې وکړه او له دواړو سره ئې نغدي مرسته هم وکړه.
جمعه: ۱۴۴۳/۸/۱۵
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.