کندهار والي: ټولو موسسو ته په بشپړه توګه د کار کولو زمینه برابره ده

د دوشنبې په ورځ مازدیګر ولایت مقام کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په افغانستان کي د WHO موسسې او یونیسف موسسې د پولیو پروګرام له مسئولینو ډاکټر علي اکبر عرفان او شمشېرعلي خان سره وکتل، چي پرمهال یې په سویل لوېدیځه حوزه کي د یونیسف موسسې د پولیو پروګرام مسئول پا عثمان، د کندهار […]

د دوشنبې په ورځ مازدیګر ولایت مقام کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په افغانستان کي د WHO موسسې او یونیسف موسسې د پولیو پروګرام له مسئولینو ډاکټر علي اکبر عرفان او شمشېرعلي خان سره وکتل، چي پرمهال یې په سویل لوېدیځه حوزه کي د یونیسف موسسې د پولیو پروګرام مسئول پا عثمان، د کندهار د عامي روغتیا رئیس حافظ عبدالحي عباس، د بېړني مراقبت څانګي مسئول ډاکټر عبدالقیوم پخلا، د کتلوي معافیت آمر ډاکټر حذب‌الله فطرت او یوشمېر نورو مسئولینو حضور درلود.

په افغانستان کي د WHO موسسې د پولیو پروګرام مسئول ډاکټر علي اکبر عرفان د ا،ا،امارت د مشرتابه او کندهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د نوومبر میاشتي د پولیو پروګرام تطبیق ته یې اجازه ورکړه او په خپلو خبرو کي یې وویل، د رواني ډیسمبر میاشتي په شلمه نېټه د پولیو ضد بل کمپاین په پلان کي لري، چي په دې برخه کي یې د کندهار والي څخه د ځانګړیو همکاریو غوښتنه وکړه.

وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په افغانستان کي د WHO موسسې او یونیسف موسسې د پولیو پروګرام مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یې ځانګړې مننه وکړه، چي د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او دلته د پولیو ضد ترڅنګ په ګڼورو نورو برخو کي فعالیتونه ترسره کوي.

کندهار والي وویل، په ټول هیواد کي په بشپړه توګه امنیت خوندي دئ، نو ټولو نړیوالو او داخلي موسساتو او ادارو ته په بشپړه توګه د کار کولو زمینه برابره ده او د یادو مسئولینو څخه یې وغوښتل، ترڅو په خپلو کارونو کي څو برابره زیاتوالی راولي.

ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

دوشنبه: ۱۳۴۳/۵/۸