کندهار والي میوند ولسوالۍ کې د نظامي او ملکي مسئولینو ترڅنګ له ګڼ شمېر دیني عالمانو او مخورو سره وکتل

کندهار والي میوند ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولسوالۍ د نظامي او ملکي مسئولینو ترڅنګ ددې ولسوالۍ له ګڼ شمېر دیني عالمانو او مخورو سپين‌ږیرو سره وکتل د پنجشنبې په ورځ کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار میوند ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولسوالۍ د ټولو نظامي او […]

کندهار والي میوند ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولسوالۍ د نظامي او ملکي مسئولینو ترڅنګ ددې ولسوالۍ له ګڼ شمېر دیني عالمانو او مخورو سپين‌ږیرو سره وکتل

د پنجشنبې په ورځ کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار میوند ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولسوالۍ د ټولو نظامي او ملکي برخو د مسئولینو ترڅنګ ددې ولسوالۍ د ګڼ شمېر دیني عالمانو او مخورو سپين‌ږیرو سره وکتل، چي پرمهال یې د میوند ولسوال مولوي عبدالله جهادي، د میوند امنیه قومندان مولوي عصمت‌الله، د میوند د استخباراتو مسئول حاجي پير، د میوند ښاروال معلم صاحب او د ګڼ شمېر نورو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو حضور درلود.

د لیدني په پيل کښي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی د میوند ولسوالۍ ټولو نظامي او ملکي مسئولینو، ددې ولسوالۍ ټولو راغلیو علماوو او مخورو سپين‌ږیرو ته یې په افغانستان کي د ا،امارت راتګ او په بشپړه توګه حاکمیت په موخه مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چي ددې اسلامي نظام په راتګ کښي ډېرو مجاهدینو قربانۍ ورکړي، چي په خبره یې همغه قربانۍ به د ا،ا،امارت مشرتابه هیڅکله هیري نه کړي.

کندهار والي وویل اوس په ټول هیواد کي په بشپړه توګه اسلامي نظام حاکم دئ، چي د همدې نظام د ساتلو او پرمختګ په برخه کي باید د افغانستان د هري برخي ولس د ا،ا،امارت له مشرانو سره څنګ په څنګ ګډ کار وکړي او په دې برخه کي یې د راغلیو علماوو څخه وغوښتل، ترڅو د ممبر له لاري ولس ددې نظام سره بشپړي همکارۍ ته راوبولي.

همدا راز کندهار والي د خپلو خبرو په دوام د میوند ولسوالۍ نظامي او ملکي مسئولینو ته د کارونو د پرمختګ په برخه کي له علماوو څخه مشورې اخیستلو او خپلو صفونو ته په بشپړه توګه توجه کولو او ګڼ شمېر نورو برخو کي ځانګړي سپارښتني وکړې.

ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي وویل، د ا،ا،امارت مشرتابه د ښار د ولسونو ترڅنګ د ولسوالیو اوسېدونکو ته ځانګړې پاملرنه لري، چي په خبره یې همدا سفر یې هم د مشرتابه په لارښوونه کړی او هڅه به یې داوي، چي د ښار د ولسونو ترڅنګ د ولسوالیو د اوسېدونکو هر ډول ستونزو ته پر وخت او ځای رسیده‌ګي وکړي.

وروستیو کي ټولو راغلیو کسانو په نوبتي شکل خپلي ستونزي او عریضې کندهار والي ته وړاندي کړې، چي د کندهار والي له لوري یې عریضې اړوندو ادارو ته احکام سوې او د ستونزو د ژر حل ډاډ یې ورکړ او ددې ترڅنګ یې له راغلیو ټولو مسئولینو، علماوو او مخورو سپين‌ږیرو سره نغدي مرسته هم وکړه.

جمعه: ۱۳۴۳/۶/۴