کندهار والي : ملګري ملتونه دي د افغانانو غوښتني او اړتیاوي تر نړیوالو ورسوي

  یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د یکشنبې په ورځ مازدیګر په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د پراختیايي چارو عمومي مشر عبدالله الدرداري سره په لیدنه کي وکړې، چي پر مهال یې د اقتصاد رئيس ملا عبدالسلام رحیمي او په افغانستان کي د ملګرو ملتونو اړوند د ګڼ شمېر موسسو او ادارو […]

 

یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د یکشنبې په ورځ مازدیګر په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د پراختیايي چارو عمومي مشر عبدالله الدرداري سره په لیدنه کي وکړې، چي پر مهال یې د اقتصاد رئيس ملا عبدالسلام رحیمي او په افغانستان کي د ملګرو ملتونو اړوند د ګڼ شمېر موسسو او ادارو استازیو هم حضور درلود.

 

یاده لیدنه چي په ولایت مقام کي ترسره سوه، په پيل کي یې  په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د پراختیايي چارو عمومي مشر عبدالله الدرداري لومړی په افغانستان کي په بشپړه توګه د امنیت خوندي کېدو په برخه کي خوښي وښودله او په خپلو خبرو کي یې وویل،ملګري ملتونه د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي او ډېر ژر به د هیواد په بېلابیلو ولایتونو کي په خاصه توګه په سویل لوېدیځه حوزه کي خپلي بشري مرستي له اړمنو کورنیو سره پيل کړي، چي په خبره یې په همدې موخه یې په افغانستان کي د ملګرو ملتونو اړوند د ټولو موسسو او ادارو استازي رابللي، ترڅو د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه معلومات له ولایتي ادارې سره شریک کړي.

 

ښاغلي عبدالله الدرداري وویل، د ادارې په رأس کي مشرانو یې هڅي پيل کړي، ترڅو ټول نړیوال هیوادونه له افغانستان سره بشري مرستو کولو ته رابولي.

 

همدا راز لیدنه کي د ملګرو ملتونو اړوند د ټولو موسساتو او ادارو استازیو په نوبت سره د روغتیا، بیارغوني، ښاري پراختیا، له کډوالو، اړمنو او غریبو کورنیو سره د بشري او نغدي مرستو کولو، بې‌سرپناه کورنیو ته د سرپنا برابرولو، ښځو ته دحرفوي زده‌کړو زمینې برابرولو، په لیري پرتو سیمو کي خلګو ته د پاکو اوبو برابرولو او ګڼو نورو برخو کي خپل راتلونکي پلانونه کندهار والي سره شریک کړل او په دې برخه کي یې د کندهار والي څخه د ځانګړیو همکاریو غوښتنه وکړه.

 

د دوی تر خبرو اورېدو وروسته کندهار والي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د پراختیايي چارو عمومي مشر عبدالله الدرداري او په افغانستان کي د ملګرو ملتونو اړوند د ګڼ شمېر موسسو او ادارو استازیو ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یې ځانګړې مننه وکړه، چي په دې موخه یې کندهار ته سفر کړی، ترڅو دلته راتلونکي کي پروژې تطبیق کړي.

 

کندهار والي په خپلو خبرو کي وویل، په ټول هیواد کي په بشپړه توګه امنیت دئ، نو ټولو نړیوالو موسسو ته په کار داده، ترڅو د هیواد په کونج ـ کونج کي خپلي پروژې تطبیق کړي او تر هغو هیوادوالو پوري، چي په دې شل کلونو کي یې هیڅ خدمات نه دي لیدلي، خدمات ورسوي.

 

ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د پراختیايي چارو عمومي مشر عبدالله الدرداري او اړوندو موسسو او ادارو څخه وغوښتل، چي ددې ځورېدلي ولس ږغ، غوښتني او ټولي اړتیاوي دي په سم ډول تر نړیوالو ورسوي، ترڅو نړیوال بیرته له افغانستان سره خپلو مرستو کولو ته دوام ورکړي.

 

یکشنبه: ۱۴۰۰/۹/۷