نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د یکشنبې په ورځ ماپښین ولایت مقام کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د معروف ولسوالۍ له علماوو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو سره وکتل. د لیدني په پیل کي د معروف ولسوالۍ څخه راغلیو علماوو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو لومړی د اسلامي امارت پر بریا او افغانستان کي یې پر حاکمیت […]
د یکشنبې په ورځ ماپښین ولایت مقام کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د معروف ولسوالۍ له علماوو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو سره وکتل.
د لیدني په پیل کي د معروف ولسوالۍ څخه راغلیو علماوو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو لومړی د اسلامي امارت پر بریا او افغانستان کي یې پر حاکمیت خوښي وښودله او کندهار والي ته یې مبارکي ورکړه.
دوی په خپلو خبرو کي وویل، معروف ولسوالۍ ته په تېر نظام کي هیڅ پاملرنه نه ده سوې، چي باید اوس داسلامي امارت ولایتي مشرتابه په یاده ولسوالي کي د ښووني او روزني، بیارغوني، روغتیا، زراعت او په ګڼو نورو برخو کي خپل خدمات او د موسسو په مټ پروژې تطبیق کړي.
د دوی ټولو تر خبرو اورېدو وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د معروف ولسوالۍ څخه راغلیو ټولو علماوو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه اسلامي امارت په افغانستان کي د ولس په همکارۍ حاکم سو، چي په خبره یې اوس د امارت ټول مشرتابه شپه او ورځ لاس په کار دي، ترڅو د ولس ټولو ستونزو ته پر وخت او ځای رسیدهګي وکړي.
کندهار والي وویل:د معروف ولسوالۍ ترڅنګ د کندهار له ټولو لیري پرتو سیمو یې لیدنه کړې، چي په خبره یې له ټولو ستونزو یې خبر دی او د حل په موخه به یې ورته په تدریجي توګه خدمات ډېر ژر پيل کړي.
ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي د معروف ولسوالۍ څخه راغلیو علماوو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو ته ددې ستونزو ترڅنګ د هر ډول ستونزو د حل په موخه د ولایتي ادارې په استازیتوب د حل او همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
یکشنبه : ۱۴۰۰/۷/۱۸
۲۰۲۱/۱۰/۱۰
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.