کندهار والي : له یو شمېر دیني علماؤ کرامو سره وکتل

د ښې حکومتولۍ په برخه کي به مي له علماوو سره تل مشورې رواني وي یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د پنجشنبې په ورځ مازدیګر ولایت مقام کي د کندهار ښار  بېلابیلو سیمو څخه د راغلیو علماوو سره په لیدنه کي وکړې. لیدنه د قران کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره راپيل […]

د ښې حکومتولۍ په برخه کي به مي له علماوو سره تل مشورې رواني وي

یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د پنجشنبې په ورځ مازدیګر ولایت مقام کي د کندهار ښار  بېلابیلو سیمو څخه د راغلیو علماوو سره په لیدنه کي وکړې.

لیدنه د قران کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره راپيل شوه، چي وروسته ټولو راغلیو دیني علماوو غونډي ته ځانونه وروپېژندل.

 

په پيل کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ټولو راغلیو دیني عالمانو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې وویل، علماء په ټولنه کي ځانګړی ځای لري، چي په همدې موخه به یې د ښې حکومتولۍ ترڅنګ په هره برخه کي د دیني عالمانو سره ناستي او مشورې رواني وي.

 

کندهار والي د راغلیو علماوو څخه وغوښتل، ترڅو د نورو دیني عالمانو د یووالي ترڅنګ نور عام خلګ هم ورورولۍ، اتفاق او د هیواد لپاره په ګډه کار کولو ته راوبولي او د ولایتي ادارې په استازیتوب یې ورته د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

 

وروستو کي راغلیو ټولو دیني عالمانو په نوبت سره خبري وکړې او کندهار والي سره یې په بېلابیلو برخو کي خپل نظرونه شریک کړل او زیاته یې کړه، چي ټول علماء د ا،ا،ا د ځان بولي او د پرمختګ لپاره به یې تل په رأس کي مشرانو ته مشورې ورکوي.

 

پنجشنبه: ۱۴۰۰/۷/۱۵

۲۰۲۱/۱۰/۷