کندهار والي : له موسساتو سره د پروژو په تطبیق کي بشپړه همکاري کوو

یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د یکشنبې په ورځ په افغانستان کي د «WHO» موسسې د روغتیايي کلستر عمومي مشر ډاکټر جمشید سره ولایت مقام کي په لیدنه کي وکړې، چي پر مهال یې د عامي روغتیا رئیس حافظ عبدالحي عباس هم حضور درلود.   د لیدني په پيل کي په افغانستان کي […]

یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د یکشنبې په ورځ په افغانستان کي د «WHO» موسسې د روغتیايي کلستر عمومي مشر ډاکټر جمشید سره ولایت مقام کي په لیدنه کي وکړې، چي پر مهال یې د عامي روغتیا رئیس حافظ عبدالحي عباس هم حضور درلود.

 

د لیدني په پيل کي په افغانستان کي د «WHO» موسسې د روغتیايي کلستر عمومي مشر ډاکټر جمشید په خپلو خبرو کي وویل، «WHO» موسسه په افغانستان له کلونو ـ کلونو راهیسي د روغتیايي سکتور د پراختیا په برخه کي مرستي کوي، چي په خبره یې ادارې ته یې د ټول هیواد په کچه کندهار لومړیتوب لري او راتلونکي کي یې پلان دادئ، ترڅو دلته د روغتیايي سکتور په برخه کي ټولي ستونزي او ننګوني له منځه یوسي.

 

ډاکټر جمشید وویل، د روغتیايي سکتور په برخه کي د ټولو ستونزو او ننګونو له منځه وړلو ترڅنګ به د روغتیا په برخه کي د کندهار ټولي اړتیاوي له نړیوالو سره شریکي کړي او نړیوال به په دې قانع کړي، ترڅو له افغانانو سره د روغتیا په برخه کي ځانګړي مرستي وکړي.

 

وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په افغانستان کي د «WHO» موسسې د روغتیايي کلستر عمومي مشر ډاکټر جمشید ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یې مننه وکړه، چي په دې حساسو شرایطو کي یې کندهار ته په دې موخه سفر کړی، ترڅو دلته د روغتیا په برخه کي ټولي ستونزي له منځه یوسي.

 

کندهار والي په خپلو خبرو کي د «WHO» موسسې د روغتیايي کلستر عمومي مشر ته د ولایتي ادارې په استازیتوب ډاډ ورکړ، چي په هره سیمه کي به یې د ټولو پروژو په تطبیق کي ځانګړې مرسته او همږغي ترسره کیږي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې ورڅخه وغوښتل، ترڅو د ښار ترڅنګ د ولسوالیو په لیري پرتو سیمو کي د کلینیکونو جوړولو، درملو، روغتیايي وسایلو او کارکونکو ته د معاشاتو ورکولو په برخه کي ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کي نړیوال پانګه‌وال له کندهار سره مرستو کولو ته راوبولي.

 

یکشنبه: ۱۴۰۰/۹/۷