نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
کندهار والي د کښته میوند ولسوالۍ له نظامي او ملکي مسئولینو ددې ولسوالۍ له علماوو، سپینږیرو، مخورو او مجاهدینو سره وکتل کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د جمعې په ورځ ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کي کښته میوند ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولسوالۍ د ټولو نظامي او ملکي ادارو […]
کندهار والي د کښته میوند ولسوالۍ له نظامي او ملکي مسئولینو ددې ولسوالۍ له علماوو، سپینږیرو، مخورو او مجاهدینو سره وکتل
کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د جمعې په ورځ ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کي کښته میوند ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولسوالۍ د ټولو نظامي او ملکي ادارو د مسئولینو ترڅنګ ددې ولسوالۍ له علماوو، سپینږیرو، مخورو او مجاهدینو سره وکتل، چي پرمهال یې د کښته میوند ولسوال حافظ فیضالحق حافظ سعید، امنیه قومندان حافظ عبدالخالق حافظ جمال، د استخباراتو رئیس حاجي پیرمحمد حاجي خالد، ښاروال ملا ښایسته خان محمد او د کښته میوند آمر جنايي مولوي محمداکبر صاحب هم حضور درلود.
غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، په پيل کي د ‹‹امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبت الله اخندزاده حفظه الله›› ځانګړي استازي مولوي نورالحق صاحب د غونډي له ګډونوالو سره د شیخ صاحب پيغام او د شیخ صاحب له لوري سوي ځانګړي لارښووني شریکي کړې، چي پکښي راغلي وه، مسئولین، علماء او مخور سپينږیري دي له مشرتابه سره هر وخت او په هره برخه کي خپلي مشورې شریکوي، علماء د عامو خلګو د اصلاح په برخه کي مکلفیت لري او د هري برخي مسئولینو ته دي نیمګړتیاوي په ګوته کوي، مجاهدین دي له خپلمنځیو اختلافاتو څخه ځان وساتئ او هر مسئول او مجاهد دي ددې نظام ساتل خپل مهم اصل وبولي.
وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی په افغانستان کي د ،ا،ا،امارت د بریا په موخه د غونډي ټولو ګډونوالو ته مبارکي وویله او په خپلو خبرو کي یې وویل، لکه څنګه چي دا نظام په ډېرو قربانیو سره راغلی نو اوس په کار داده، ترڅو ددې نظام د ساتلو لپاره ټول افغانان په ګډه ستړیاوي او تکلیفونه وباسو او زیاته یې کړه، چي دا نظام د ټولو هیوادوالو همکاریو ته اړتیا لري.
کندهار والي د خپلو خبرو په دوام پر علماوو ږغ وکړ، ترڅو ددې نظام د ساتلو په برخه کي خپل مهم رول اداء کړي او ددې ترڅنګ یې ورڅخه وغوښتل، چي علماء دي د ولس او ا،ا،امارت ترمنځ واټن ختمولو کي پوره هڅي وکړي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې د یادي ولسوالۍ نظامي او ملکي مسئولینو ته په بېلابیلو برخو کي لازمي لارښووني وکړې او ددې ترڅنګ یې د ژړۍ ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
د غونډي په وروستیو کي د کښته میوند ولسوالۍ یو تن عالم مولوي محمدیوسف صاحب د ا،ا،امارت له مشرتابه او کندهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي ولسوالیو ته یې ځانګړې پاملرنه سته او کندهار والي دې ولسوالۍ ته سفر وکړ، چي په خبره یې ولایتي اداره ددې ولسوالۍ د اوسېدونکو حال له نژدې ویني او ستونزي یې ژر تر ژره حلوي او ډاډ یې وړاندي کړ، چي د مشرتابه او ولایتي ادارې له لوري ورته سوي سپارښتني به په ښه ډول سرته رسوي.
یکشنبه: ۱۳۴۳/۶/۶
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.