نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د سېشنبې په ورځ د کندهار ولایت د صنایعو او معدنونو په خونه کښي د نوي رئيس او مرستیالانو ټاکل کېدو او د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه جوړه سوې غونډه کي وکړې، چي پرمهال ئې د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله، د […]
یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د سېشنبې په ورځ د کندهار ولایت د صنایعو او معدنونو په خونه کښي د نوي رئيس او مرستیالانو ټاکل کېدو او د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه جوړه سوې غونډه کي وکړې، چي پرمهال ئې د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله، د کندهار والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري، د اقتصاد رئیس ملاعبدالسلام بریالي، د کندهار د صنایعو او معدنونو خوني نوي ټاکل سوي رئیس سیدسرور آماني او دوو مرستیالانو ئې خیرګل افغان او حاجي یارمحمد، د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند، د وچې میوې د اتحادیې مشر حاجي عبدالاحد صدیقي، د صنعتي پارکونو او سوداګریزو چارو آمر حافظ خلیل احمد آغا، د هیواد په کچه د اوسپني ویلو کولو اتحادیې مشر رشتیا صاحب، او ګڼ شمېر صنعتکارانو او سوداګرو حضور درلود.
د کندهار صنایعو او معدنونو خوني د نوي رئیس او مرستیالانو د ټاکل کېدو او ترڅنګ ئې د کندهار د صنایعو خوني د ادارې په هڅو د کورنیو تولیداتو نندارې ته د وړاندي کولو دا غونډه د قاري عبدالسلام عمري له لوري د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، چي په پيل کي د صنعتي پارکونو او سوداګریزو چارو آمر حافظ خلیلاحمد آغا په خپلو خبرو کي د هیواد د اقتصاد په پرمختګ کي د صنعت پر ځانګړي رول خبري وکړې او زیاته یې کړه، که چیري د یوې ټولني صنعت پرمختللی وي، نو خاماخا به هغه ټولنه د اقتصاد له اړخه ډېر پرمختګ ولري او په خپلو خبرو کي ئې وویل، د یوشمېر ګاونډیو هیوادونو اقتصاد ځکه قوي دئ، چي صنعت ته ئې ځانګړې پاملرنه کړې.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند او د وچي مېوې د اتحادیې مشر حاجي عبدالاحد صدیقي لومړی د کندهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي صنعت او سوداګرۍ ته ئې ځانګړې پاملرنه سته او په خپلو خبرو کي ئې وویل، دا چي د ا،ا،امارت په راتګ سره په هیواد کي په بشپړه توګه امنیت تامین دئ، نو ولایتونو او هیوادونو ته په صادارتو کي د تېرکال په پرتله څو چنده زیاتوالی راغلی او وروسته ئې ډاډ وړاندي کړ، چي ټول صنعتکاران او سوداګر به په هیواد دننه پانګه اچونه وکړي او د ولایتي ادارې سره به اوږه په اوږه د اقتصاد د پرمختګ په برخه کي ګامونه واخلي او د خپلو خبرو په وروستیو کي ئې په ټولو دولتي اُرګانونو کي د کورنیو تولیداتو څخه د ګټي اخیستني ترڅنګ په یوشمېر نورو برخو کي د کندهار والي څخه غوښتني وکړې.
همدا راز غونډه کي د کندهار صنایعو او معدنونو خوني نوي رئیس سیدسرور آماني هم خبري وکړې، هغه لومړی له کندهار والي څخه مننه وکړه، چي په دې پروګرام کي ئې ورسره ګډون وکړ، چي په خبره ئې دا ددې ښکارندويي کوي، چي ولایتي اداره صنعت ته ځانګړې پاملرنه لري او په خپلو خبرو کي ئې د ولایتي ادارې ترڅنګ صنعتکارانو ته ډاډ وړاندي کړ، چي د صنعت د پرمختګ لپاره ځانګړي پلانونه تر لاس لاندي لري، چي په خبره ئې د ټولو صنعتکارانو په مټ به د ټولو اُصولو په رڼا کي صنعت ته پرمختګ ورکړي.
وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار صنایعو او معدنونو خوني د نوي رئیس او مرستیالانو د ټاکل کېدو او ترڅنګ ئې د کندهار د صنایعو خوني د ادارې په هڅو د کورنیو تولیداتو نندارې ته د وړاندي کولو په موخه جوړه سوې غونډه کي، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي ئې لومړی د ټولو صنعتکارانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي په هیواد دننه ئې پانګه اچونه کړې او په خپلو خبرو کي ئې صنعت د هیواد او ټولني د پرمختګ لپاره خورا اړین وباله؛ ځکه چي د هیواد اقتصاد د صنعت په مټ پیاوړی کیږي او هم زیاتو خلګو ته د همدې لاري د کار زمینه برابریږي.
کندهار والي وویل، داچي په ټول هیواد کي شرعي نظام دئ او په بشپړه توګه امنیت ډاډمن دئ، نو صنعتکاران او سوداګر دي ددې امنیت څخه بشپړه ګټه پورته کړي او په صنعت او سوداګري کي دي پراخوالی راولي.
ښاغلي وفا ټولو صنعتکارانو او سوداګرو ته ډاډ وړاندي کړ، چي صنعت او سوداګرۍ ته ځانګړې پاملرنه لري، د صنعتکارانو او سوداګرو بشپړ ملاتړ او همکاري کوي او هم ئې لومړنۍ هڅه داده، ترڅو د صنعتکارانو او سوداګرو ټولي ستونزي له منځه یوسي او د خپلو خبرو په وروستیو کي ئې د ټولو صنعتکارانو څخه وغوښتل، ترڅو په خپلو منځونو کي بشپړه همږغي ولري او ترټولو لومړنۍ هڅه به ئې داوي، چي څنګه تولید زیات کړي او خلګو ته د کار زمینه برابره کړي.
وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا او د غونډي ټولو ګډونوالو د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه له جوړ سوي نندارتون څخه لیدنه وکړه او کندهار والي په خپلو خبرو کي خوښي وښودله، چي په هیواد دننه په دومره لویه کچه معیاري تولیدات کیږي.
له نندارتون څخه تر لیدني وروسته کندهار والي د کندهار صنایعو او پانګوني خوني نوی رئیس سید سرور آماني د مسئولیت پر چوکۍ کښېناوه او د کارونو د پرمختګ په موخه ئې ورته په بېلابیلو برخو کي سپارښتني وکړې.
سېشنبه: ۱۴۴۳/۷/۱۳
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.