کندهار والي د معلولو مجاهدینو قدرداني وکړه او ورسره یې نغدي مرسته وکړه

کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د شنبې په ورځ ناوخته ولایت مقام کي د کندهار له بېلابیلو ولسوالیو  څخه راغلیو د هغو م جاهدینو سره وکتل، چي د ا،ا،امارت په راتګ او بریا کښي یې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي دي.   د لیدني په پیل کښي راغلیو معلولو م جاهدینو په خپلو […]

کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د شنبې په ورځ ناوخته ولایت مقام کي د کندهار له بېلابیلو ولسوالیو  څخه راغلیو د هغو م جاهدینو سره وکتل، چي د ا،ا،امارت په راتګ او بریا کښي یې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

 

د لیدني په پیل کښي راغلیو معلولو م جاهدینو په خپلو خبرو کي د ا،ا،امارت د راتګ او په افغانستان کي یې په بشپړه توګه حاکمیت خوښي وښودله او زیاته یې کړه، چي اوس باید د ،ا،ا،امارت مشرتابه د شهیدو او معلولو م جاهدینو قرباني هېره نه کړي او د شهیدو م جاهدینو کورنیو او معلولو م جاهدینو ته ځانګړی پام ولري.

 

د دوی ټولو تر خبرو اورېدو وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ټولو راغلیو معلولو م جاهدینو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې د ا،ا،امارت د بریا په موخه د یادو معلولو م جاهدینو د قربانیو او سرښندونو قدرداني وکړه او له هغوي سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

 

کندهار والي وویل، دا نظام د شهیدانو د وینو په برکت او د معلولینو د بدن د غړیو په قربانۍ منځته راغلی، چي په خبره یې د شهیدانو د وینو او همدا ستاسو معلولینو د اعضاوو د قربانۍ له برکته د نړۍ لوی قوت امریکا او متحدین یې له سختي او شرمناکي ماتي سره مخ  شول

 

وروستیو کي کندهار والي د راغلیو ټولو معلولو م جاهدینو سره نغدي مرسته وکړه او ډاډ یې وړاندي کړ، چي د ځانګړي مدرسې جوړولو ترڅنګ به ورسره هره میاشت د خوراکي توکو مرسته کوي.

 

یکشنبه: ۱۳۴۳/۵/۷