کندهار والي د سوداګرو او صنعت‌کارانو ستونزي واورېدې

د دوشنبې په ورځ وروسته تر غرمې کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام کښي د کندهار ښار د بېلابیلو سیمو له سوداګرو او صنعت‌کارانو سره وکتل، چي پرمهال یې د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال مولوي حیات‌الله مبارک، د کندهار د اقتصاد رئیس ملا عبدالسلام بریالي او د سوداګرۍ او پانګوني خوني […]

د دوشنبې په ورځ وروسته تر غرمې کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام کښي د کندهار ښار د بېلابیلو سیمو له سوداګرو او صنعت‌کارانو سره وکتل، چي پرمهال یې د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال مولوي حیات‌الله مبارک، د کندهار د اقتصاد رئیس ملا عبدالسلام بریالي او د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي نصر‌الله زهیر حضور درلود.

 

په لیدنه کي لومړی د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئيس حاجي نصر‌الله زهیر وویل، سوداګر ددې نظام د پرمختګ او ولس ته د هوسا ژوند برابرولو په برخه کي خپلو پوره هڅو ته دوام ورکوي او په خپلو خبرو کي یې زیاته کړه، ګڼ شمېر سوداګرو او صنعت‌کارانو په خپلو منځونو کي ناسته وکړه او د ا،ا،امارت د مشرتابه د هغي پریکړي هرکلی یې وکړ، چي د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه یې بندیز ولګاوه.

 

غونډه کي حاجي نصر‌الله زهیر او ګڼ شمېر نورو سوداګرو په نوبتي شکل د سوداګرۍ او صنعت په برخه کي د پرتو ستونز په اړه خبري وکړې او د حل په موخه یې د ولایتي ادارې ترڅنګ له مرکزي ادارو څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.

 

وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ټولو سوداګرو او راغلیو صنعت‌کارانو ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یې مننه وکړه، چي د ولایتي ادارې د مشرتابه سره څنګ په څنګ ولاړ دي، ترڅو ټولنه له بدو حالاتو راوګرځوي او په خپلو خبرو کي یې د افغانیو ارزښت ساتل د ټولو افغانانو ګډ مسئولیت یاد کړ او زیاته یې کړه، باید ټول افغانان راکړه ورکړه په افغانیو وکړي.

 

کندهار والي په خپلو خبرو کي راغلیو سوداګرو او صنعت‌کارانو ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

 

همدا راز غونډه کي د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال مولوي حیات‌الله مبارک هم خبري وکړې، هغه وویل سوداګر او صنعت‌کاران د ټولني په پرمختګ کي مهم رول لري، چي په خبره یې په هیواد کي د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه باید سوداګر او صنعت‌کاران له دولت سره په ګډه اوږه په اوږه کار وکړي.

 

وروستیو کي د کندهار د اقتصاد رئیس ملا عبدالسلام بریالي لومړی د افغانیو پر ارزښت خبري وکړې او په خپلو خبرو کي یې وویل، د کندهار ښار ترڅنګ باید د ولایت لیري پرتې سیمي او ولسوالۍ هم د جوړ سوي کمېسیون له لوري وارزول سي، ترڅو هلته هم په بشپړه توګه پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده سي.

 

دوشنبه: ۱۴۴۳/۵/۱۵