کندهار والي د ریګستان او ښورابک ولسوالیو له دیني عالمانو سره وکتل

کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د دوشنبې په ورځ مازدیګر ولایت مقام کښي د ریګستان او ښورابک ولسوالیو له دیني عالمانو سره وکتل، چي پرمهال یې د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال مولوي حیات‌الله مبارک هم حضور درلود.   په پيل کي راغلیو علماوو لومړی د خدای ج شکر اداء کړ، چي د […]

کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د دوشنبې په ورځ مازدیګر ولایت مقام کښي د ریګستان او ښورابک ولسوالیو له دیني عالمانو سره وکتل، چي پرمهال یې د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال مولوي حیات‌الله مبارک هم حضور درلود.

 

په پيل کي راغلیو علماوو لومړی د خدای ج شکر اداء کړ، چي د ا،ا،امارت په افغانستان کي په بشپړه توګه حاکم سو او کلونه ـ کلونه یې د زیاتو قربانیو په ورکولو سره د نړۍ ستر قدرت امریکا او متحدینو ته یې ماته ورکړه او په خپلو خبرو کي یې په همدې موخه کندهار والي ته مبارکي هم ورکړه.

 

دوی په خپلو خبرو کي ریګستان او ښورابک ولسوالۍ هغه ولسوالۍ یادي کړې، چي په تېره دوره کي ورته په هیڅ برخه کي پاملرنه نه ده سوې، چي په خبره یې د ا،ا،امارت مشرتابه باید د عمومي لاري جوړوني ترڅنګ په دې ولسوالیو کي د پاکو اوبو لپاره خلګو ته برمې ووهي او د بیارغوني، روغتیا او معارف برخو کي خدمات ترسره کړي.

 

وروسته د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال مولوي حیات‌الله مبارک لومړی په ټولنه کي د علماوو پر مهم رول خبري وکړې او زیاته یې کړه، چي د علماوو په فتواوو او لارښوونو م جاهدینو ج هاد وکړ او دادی اوس د م جاهدینو قربانیو رنګ راوړ، چي په خبره یې اوس دا نظام هم علماء رهبري کوي.

 

همدا راز کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د ریګستان او ښورابک ولسوالیو څخه راغلیو دیني عالمانو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې وویل، علماء د ولس او حکومت ترمنځ باور جوړونکې فضاء رامنځته کوي، چي په خبره یې باید علماء خپل مهم رول په دې برخه کي اداء کړي.

 

کندهار والي له راغلیو دیني عالمانو څخه مننه وکړه، چي د سیمي د اوسېدونکو ستونزي تر ولایتي ادارې رسوي او په خپلو خبرو کي یې وویل، په تدریجي توګه به یې ټولو ستونزو ته رسیده‌ګي وکړي او د ولایتي ادارې په استازیتوب یې ورته د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

 

دوشنبه: ۱۴۴۳/۵/۱۵