کندهار والي د جامعه عمر څخه له نږدې لیدنه وکړه

  د دوشنبې په ورځ سهار کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار جامعه عمر ته ولاړ او هلته یې د یادي جامع څخه له نژدې لیدنه وکړه، چي پرمهال یې د کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن، د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس او مرستیال حاجي محمدصدیق مهمند او انجنیر عبدالباقي بینا او […]

 

د دوشنبې په ورځ سهار کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار جامعه عمر ته ولاړ او هلته یې د یادي جامع څخه له نژدې لیدنه وکړه، چي پرمهال یې د کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن، د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس او مرستیال حاجي محمدصدیق مهمند او انجنیر عبدالباقي بینا او یوشمېر نورو سوداګرو حضور درلود.

 

د جامعه عمر د ټولو برخو څخه تر لیدني وروسته د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وویل، د جامعه عمر د پاتي چارو د جوړېدو په موخه د لومړي ځل لپاره د سوداګرو له لوري په ۱۳۹۱ کال کي حساب پرانیستل سو، چي شپږ سوه لکه افغانۍ راجمعه کړل سوې، چي په خبره یې اوس د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په خاصي سپارښتني دا حساب یوځلي بیا پرانیستل سو، چي د وارداتي توکو یو فیصد به همدې حساب ته وراضافه کیږي.

 

همدا راز راغلیو ټولو سوداګرو په خپل نوبت سره کندهار والي ته ډاډ وړاندي کړ، چي ددې جامع د ټولو چارو په جوړېدو کي به له ولایتي ادارې سره اوږه په اوږه همکاري وکړي او په خپلو خبرو کي یې جامعه عمر ته د ریاست ورکولو، ددې جامع لپاره د هیواد په کچه نامتو عالم ټاکلو او یوشمېر نورو برخو کي غوښتني او وړاندیزونه کندهار والي سره شریک کړل.

 

وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی جامعه عمر د ټولو هیوادوالو ګډه جامعه یاده کړه او زیاته یې کړه، چي دا جامعه د شیخ.صاحب یوازینی یادوګار دئ، چي په خبره یې باید ژر تر ژره یې ټولي پاتي چاري جوړي سي، ترڅو ګټي اخیستني ته وسپارل سي.

 

کندهار والي وویل، ددې جامع په جوړېدو کي چي هرچا رول لوبولی دا یې لوی د خیر کار کړی او په دې برخه کي یې له سوداګرو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي ددې جامع په جوړېدو کي یې مهم رول اداء کړ او راتلونکي کي هم د ولایتي ادارې سره یې اوږه په اوږه ټولو لګښتونو ته غاړه ایښې.

 

ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي وویل، د کندهار ښاروالۍ، حج او اقافو او د کندهار سوداګرۍ او پانګوني خوني څخه به ژر تر ژره یو کمېسیون وټاکي، ترڅو ددې جامع ټولي پاتي چاري په ګډه د ولایتي ادارې تر نظارت لاندي ترسره او پرتې ستونزي ژر تر ژره له منځه یوسي.

 

دوشنبه: ۱۴۴۳/۷/۵