نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د دوشنبې په ورځ مازدیګر کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام کي د بولدک ولسوالۍ له دیني عالمانو سره وکتل. د لیدني په پيل کي د راغلیو دیني عالمانو په استازیتوب مفتي جلالالدین وویل: ټول علماء کرام چمتو دي، ترڅو د ا،ا،ا د لارښووني مطابق د خلګو د هوسا ژوند لپاره هر ډول خدمت […]
د دوشنبې په ورځ مازدیګر کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام کي د بولدک ولسوالۍ له دیني عالمانو سره وکتل.
د لیدني په پيل کي د راغلیو دیني عالمانو په استازیتوب مفتي جلالالدین وویل: ټول علماء کرام چمتو دي، ترڅو د ا،ا،ا د لارښووني مطابق د خلګو د هوسا ژوند لپاره هر ډول خدمت او دنده ترسره کړي او په خپلو خبرو کي یې بولدک ولسوالۍ کي د مدرسو، مسجدونو او لیري پرتو سیمو کي د سړک جوړوني په برخه کي د کندهار والي څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.
کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د بولدک ولسوالۍ څخه راغلیو دیني عالمانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، په افغانستان کي د شرعي نظام د راتګ لپاره د علماوو په لارښوونه او فتوا م جاهدینو کلونه ـ کلونه جهاد وکړ، چي په خبره یې اوس د علماوو مسئولیت دی، ترڅو د همدې شرعي نظام د پرمختګ او خلګو ته د هوسا ژوند برابرولو په برخه کي د ا،ا،ا مشرتابه سره اوږه په اوږه کار وکړي.
کندهار والي راغلیو علماوو ته ډاډ ورکړ، چي ټولي ستونزي او غوښتني یې یاداښت کړي او په تدریجي توګه به ورته رسیدهګي وکړي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
دوشنبه: ۱۴۰۰/۷/۱۹
۲۰۲۱/۱۰/۱۱
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.