نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د دوشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کي د ملالۍ لوړو زدهکړو موسسې له رئیس پوهنیار عبدالمالک نیازي، ددې موسسې د پوهنځیو له رئیسانو او اُستادانو سره په لیدنه کي وکړې. په پیل کي د ملالۍ لوړو زدهکړو موسسې رئیس پوهنیار عبدالمالک نیازي او ددې موسسې […]
یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د دوشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کي د ملالۍ لوړو زدهکړو موسسې له رئیس پوهنیار عبدالمالک نیازي، ددې موسسې د پوهنځیو له رئیسانو او اُستادانو سره په لیدنه کي وکړې.
په پیل کي د ملالۍ لوړو زدهکړو موسسې رئیس پوهنیار عبدالمالک نیازي او ددې موسسې تدریسي مرستیال قاري عبدالرحمن سعید لومړی د یادي موسسې په اړه بشپړ معلومات له کندهار والي سره شریک کړل، چي زیاته یې کړه، ملالۍ د لوړو زدهکړو موسسه شاوخوا لس کلونه کیږي، کندهار کي په دوو څانګو معالجوي طب او حقوقو سیاسي علومو پوهنځیو کي فعالیت کوي، چي په خبره یې تر دې دمه پوري یې سلګونه ځوانان ټولني د خدمت کولو په موخه وړاندي کړي دي او اوس دې موسسه کي تر ۱۵۰۰ زیات نارینه او ښځینه محصلین په لوړو زدهکړو بوخت دی.
دوی په خپلو خبرو کي وویل، د ا،ا،امارت د راتګ سره سم اوس اړتیا داده، ترڅو ټول ددې نظام د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړو، چي له خپله اړخه یې کندهار والي ته ډاډ وړاندي کړ او زیاته یې کړه، ددې نظام ترڅنګ ولاړ دي او په هر ډول برخو کي به له ولایتي ادارې سره همکاري کوي.
وروسته کندهار والي، حاجي محمدیوسف وفا لومړی د ملالۍ لوړو زدهکړو موسسې رئیس پوهنیار عبدالمالک نیازي، ددې موسسې د پوهنځیو رئیسانو او اُستادانو ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یې مننه وکړه، چي د ټولني د پرمختګ لپاره ځوانان د مسلک ترڅنګ په اسلامي، افغاني، عقیدوي او مذهبي ارزښتونو پوهوي.
کندهار والي وویل، یوه ټولنه د لوستو کسانو په مټ پرمختګ کولای سي، چي په همدې موخه دا نظام د خپل هیواد په اسلامي، افغاني، عقیدوي او مذهبي ارزښتونو سمبال لوستو ځوانانو ته ځانګړې اړتیا لري او راتلونکي ته یې پاملرنه کوي.
ښاغلي وفا د ملالۍ لوړو زدهکړو موسسې رئیس پوهنیار عبدالمالک نیازي، ددې موسسې د پوهنځیو رئیسانو او اُستادانو ته ډاډ وړاندي کړ، چي د ا،ا،امارت مشرتابه د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ خصوصي پوهنتونونو ته ځانګړې پاملرنه لري، چي په خبره یې ډېر ژر به یې خنډونه له منځه یوسي.
همدار راز کندهار والي د خپلو خبرو په وروستیو کي پرټولو لوستو ځوانانو ږغ وکړ، چي په هیواد دننه پاته سي، ترڅو ددې نظام او ټولني د پرمختګ لپاره د ،ا،ا،امارت سره په ګډه کار وکړي.
دوشنبه: ۱۴۴۳/۵/۱۵
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.