نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د سېشنبې په ورځ مازدیګر کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني او سوداګرو له لوري د هوايي ډګر د سړک په ګلځای او د کندهار په لویه عیدګاه کښي له ښاروالۍ سره د مرسته سویو نیالګیو اېښودلو کمپاین په جلا ـ جلا توګه پیل کړ، چي پرمهال ئې […]
د سېشنبې په ورځ مازدیګر کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني او سوداګرو له لوري د هوايي ډګر د سړک په ګلځای او د کندهار په لویه عیدګاه کښي له ښاروالۍ سره د مرسته سویو نیالګیو اېښودلو کمپاین په جلا ـ جلا توګه پیل کړ، چي پرمهال ئې د کندهار ښاروال حاجي نعمتالله حسن، د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله، د حج او اقافو رئیس مولوي عبدالرحمن، د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند او ګڼ شمېر نورو سوداګرو هم حضور درلود.
تر کمپاین پيلېدو وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی خوښي وښودله، چي د سوداګرو له لوري دا نیالګي اېښودل کیږي او وروسته ئې په خپلو خبرو کي د نیالګیو پالنه مهمه وبلله او پر اړوندو ادارو او هیوادوالو ئې ږغ وکړ، ترڅو نیالګي د نیالیګو تر اېښودلو وروسته ئې پالنه او روزنه په سم ډول وکړي. کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار ښاروالۍ سره د سوداګرو له لوري د مرسته سویو نیالګیو د اېښودلو کمپاین پيل کړ
د سېشنبې په ورځ مازدیګر کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني او سوداګرو له لوري د هوايي ډګر د سړک په ګلځای او د کندهار په لویه عیدګاه کښي له ښاروالۍ سره د مرسته سویو نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل کړ، چي پرمهال ئې د کندهار ښاروال حاجي نعمتالله حسن، د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله، د حج او اقافو رئیس مولوي عبدالرحمن، د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند او ګڼ شمېر نورو سوداګرو هم حضور درلود.
تر کمپاین پيلېدو وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی خوښي وښودله، چي د سوداګرو له لوري دا نیالګي اېښودل کیږي او وروسته ئې په خپلو خبرو کي د نیالګیو پالنه مهمه وبلله او پر اړوندو ادارو او هیوادوالو ئې ږغ وکړ، ترڅو نیالګي د نیالیګو تر اېښودلو وروسته ئې پالنه او روزنه په سم ډول وکړي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس حاجي محمدصدیق مهمند وویل، د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني او ددې ترڅنګ د سوداګرو له لوري د هوايي ډګر عمومي سړک پر جاده او په لویه عیدګاه کښي ۸ زره نیالګي اېښودل کیږي، چي نن ئې رسماً کمپاین پيل سو او ترڅنګ به د هوايي ډګر عمومي سړک پر جاده د اېښودونکو نیالګیو ساتنه یو کال د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني او سوداګر کوي او په خپلو خبرو کي ئې ډاډ وړاندي کړ، چي د کندهار ښار د ښکلا او سرسبزۍ لپاره به د سوداګرو همکاري له ولایتي ادارې او ښاروالۍ سره همداسي دوام ولري.
وروستیو کي د کندهار ښاروال حاجي نعمتالله حسن وویل، د کندهار ښاروالۍ ټول کاري پرسونل به د اېښودل سویو نیالګیو ساتنه په سم ډول وکړي او پر ټولو هیوادولو ئې هم ږغ وکړ، ترڅو نیالګي کښېږدي او وروسته ئې په ساتنه کي د کندهار ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
سېشنبه: ۱۴۴۳/۸/۱۹
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.