کندهار والي : اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکي غواړي

  یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدویوسف وفا د جمعې په ورځ ماپښین ولایت مقام کي د یوه امریکايي نړیوال ټلوېزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کي وکړې، چي پرمهال یې یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود. د یادي مرکې د یوې پوښتني په ځواب کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا وویل، ا،امارت له ټولو […]

 

یادي څرګندوني کندهار والي حاجي محمدویوسف وفا د جمعې په ورځ ماپښین ولایت مقام کي د یوه امریکايي نړیوال ټلوېزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کي وکړې، چي پرمهال یې یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

د یادي مرکې د یوې پوښتني په ځواب کي کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا وویل، ا،امارت له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکي غواړي او ټولو هیوادونو ته یې ډاډ وړاندي کړ، چي د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول سي؛ ځکه دلته له کلونو ـ کلونو راهیسي یو داسي نظام راغلی، چي مسئولین ټول په خپلو منځونو کي یووالی لري او ټول نظام د یوې واحدي رهبرۍ په مټ رهبري کیږي.

همدا راز کندهار والي د اسلامي نظام د راتګ او د مجاهدینو د بریا، د مجاهدینو له لوري امریکا او متحدینو ته د سختي ماتي ورکولو، ددې نظام د مشرانو ترمنځ د ښې همږغۍ درلودلو او په بشپړه توګه د یووالي لرلو، د افغانستان د پرمختګ په برخه کي د مسئولینو د هوډ، ددې نظام په راتګ سره د ولس د هوسایني او ښه امنیتي چاپېریال رامنځته کېدو، د ټولو نړیوالو ادارو او موسسو لپاره د پروژو د تطبیق په برخه کي د ښې زمیني برابرېدو، د فساد پر وړاندي د کلکي مبارزې لرلو او ګڼو نورو برخو په اړه هراړخیزه بحث او خبري وکړې.

وروسته کندهار والي یاد خبریالان د ولایت مقام د یوشمېر برخو ترڅنګ د خرقې مطهرې یوشمېر برخو ته بوتلل او په اړه یې وسره معلومات شریک کړل.