کندهار: نوي روغتیايي مرکز ته د معتادینو د لېږد پروسه رسماً پیل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د دوشنبې په ورځ د کندهار له مرکزي زندان څخه د کندهار په تخته‌پُل ولسوالۍ کي د معتادینو د درملني په موخه غوره شوي روغتیايي مرکز ته د معتادینو د لېږد پروسه رسماً پيل شوه، چې پرمهال یې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله ګرمسیري، د مرکزي زندان رئیس ملانعمت‌الله […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د دوشنبې په ورځ د کندهار له مرکزي زندان څخه د کندهار په تخته‌پُل ولسوالۍ کي د معتادینو د درملني په موخه غوره شوي روغتیايي مرکز ته د معتادینو د لېږد پروسه رسماً پيل شوه، چې پرمهال یې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله ګرمسیري، د مرکزي زندان رئیس ملانعمت‌الله سراجي، د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټرسیداحمد شاداب او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله ګرمسیري وویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله د ځانګړي لارښووني په اساس د معتادینو لپاره د کندهار په تخته‌پُل ولسوالي کي نوی روغتیايي مرکز پرانیستل سو، چي په خبره یې هغه مرکز خورا پراخ او پکښي معتادینو ته د خوراک، څښاک، ورزش کولو او روغتیا په برخه کي پوره زمینه برابره ده، ترڅو هلته د دوی ښه درملنه وشي.

ورپسې د کندهار د مرکزي زندان رئیس ملانعمت‌الله سراجي وویل، د کندهار په مرکزي زندان کي ټول ۱۲۰۰ معتادین شتون لري، چي په خبره یې ټول به په یوه اونۍ کي یاد نوي مرکز ته ولېږل سي او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، د کندهار مرکزي زندان ترڅنګ کار او ټولنیزو چارو ریاست، عامي روغتیا ریاست، ارشاد حج او اقافو ریاست، ترانسپورټ ریاست، اطلاعاتو او کلتور ریاست، پوهني ریاست او سرې میاشتي ریاست ته په خپلو اړوندو برخو کي معتادینو ته د خدماتو رسولو او د دوی د درملني په برخه کي بېلابیل مسئولیتونه سپارل شوي.

وروستیو کي د کندهار د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سیداحمد شاداب زیاته کړه، چي نوي مرکز ته یې روغتیايي ټیمونه د دوی د ښې درملني په موخه وار له مخي استولي او هلته ځای پر ځای دي، چي په خبره یې ددې ترڅنګ یې د کندهار په نهمه ناحیه کي تازه د معتادینو د درملني لپاره یو سل بستریز روغتون هم فعال کړی، چي شپه او ورځ به دلته د معتادینو درملنه کیږي او ډاډ یې وړاندي کړ، چي ددې مرکز د پراخېدو په برخه کي یې له وزارت سره خبري رواني کړي دي.