نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار ولایت مقام د لزوم دید او کارونو د لا ښه سمون په موخه مولوي محمودالله ضرار په درېیم بست کي د کندهار ولایت مقام د تهیه او خدماتو آمریت د آمر په توګه وټاکل سو، چي د سېشنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله له لوري ددې […]
د کندهار ولایت مقام د لزوم دید او کارونو د لا ښه سمون په موخه مولوي محمودالله ضرار په درېیم بست کي د کندهار ولایت مقام د تهیه او خدماتو آمریت د آمر په توګه وټاکل سو، چي د سېشنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله له لوري ددې آمریت کارکوونکو او مامورینو ته ورپېژندل سو او د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو.
په پيل کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله د ولایت مقام د تهیه او خدماتو آمریت د نوي ټاکل سوي آمر د منظورۍ حکم ولوست او وروسته یې په خپلو خبرو کي تغیر او تبدیل د یوې ښې حکومتولۍ اصل یاد کړ او زیاته یې کړه، دا ټول بدلونونه په ادارو کي د لا ښه سمون او همږغي راوستلو په موخه ترسره کیږي.
مولوي محبالله په خپلو خبرو کي ددې ادارې له مخکني آمر څخه ځانګړې مننه وکړه، چي کلونه ـ کلونه یې ددې ادارې ټولي چاري په ښه ډول مخته یووړې او ددې ادارې له ټولو کارکونکو او آمرینو څخه یې وغوښتل، ترڅو د نوي ټاکل سوي آمر سره هم ټولي چاري په پوره همږغۍ سره مخته یوسي.
وروسته د پېژندني یاد مراسم د دُعا په ویلو سره پایته ورسېده.
سېشنبه: ۱۳۴۳/۶/۲۹
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.