کندهار : مولوي اخترمحمد (عدالت) د ژړۍ ولسوالۍ نوی ولسوال وټاکل سو

مولوي اخترمحمد عدالت صاحب د ژړۍ ولسوالۍ نوی ولسوال وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ وروسته تر غرمې د ولایتي کمېسیون مسئول جهادیار مولوي صاحب او ددې کمېسیون د یوشمېر نورو غړیو په حضور کښي د ژړۍ ولسوالۍ کارکوونکو او د نورو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو ته وروپېژندل سو او د مسئولیت پر […]

مولوي اخترمحمد عدالت صاحب د ژړۍ ولسوالۍ نوی ولسوال وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ وروسته تر غرمې د ولایتي کمېسیون مسئول جهادیار مولوي صاحب او ددې کمېسیون د یوشمېر نورو غړیو په حضور کښي د ژړۍ ولسوالۍ کارکوونکو او د نورو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو ته وروپېژندل سو او د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو.

 

د پېژندني یاد مراسم چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره راپيل سوه، په پيل کي د ولایتي کمېسیون مشر مولوي عبدالعلي جهادیار له پخواني ولسوال څخه مننه وکړه او له نوي ټاکل سوي ولسوال مولوي عدالت څخه یې وغوښتل، چي د ولس لپاره خدمت وکړي او د ژړۍ ولسوالۍ د خلګو تعلیم ته خاصه پاملرنه ولري.

 

د ژړۍ ولسوالۍ نوي ټاکل سوي ولسوال مولوي عدالت ډاډ وړاندي کړ، چي خپل مسؤلیت په به ښه توګه سرته رسوي او د ولسوالۍ له ټولو مسئولینو څخه یې وغوښتل، ترڅو د کارونو د پرمختګ په برخه کي ورسره پوره همکاري وکړي.