نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ملا جانان اخند شرافت د خاکرېز ولسوالۍ قومندان وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ مخکي تر غرمې د ولایتي کمېسیون مسئول جهادیار مولوي صاحب او ددې کمېسیون د یوشمېر نورو غړیو په حضور کښي د خاکرېز ولسوالۍ کارکوونکو او د نورو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو ته وروپېژندل سو او د مسئولیت پر […]
ملا جانان اخند شرافت د خاکرېز ولسوالۍ قومندان وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ مخکي تر غرمې د ولایتي کمېسیون مسئول جهادیار مولوي صاحب او ددې کمېسیون د یوشمېر نورو غړیو په حضور کښي د خاکرېز ولسوالۍ کارکوونکو او د نورو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو ته وروپېژندل سو او د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو.
د پېژندني یاد مراسم چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره راپيل سوه، په پيل کي د ولایتي کمېسیون مشر مولوي عبدالعلي جهادیار وویل، چي په دې مقام کي مخکي د اسلام ضد پروګرامونه جوړېدل، خو اوس د اسلام د بقا لپاره پروګرامونه جوړیږي، او د خپلو خبرو په دوام یې له نوي ټاکل سوي قومندان څخه وغوښتل، ترڅو ولس ته پوره توجه ولري، د ولس سره ښه اخلاق ولري، تل یې باید د ولسوالۍ دروازه د عامو خلکو پرمخ پرانیستلې وي او باید د ټولو حوزو څارنه له نژدې څخه وکړي.
د خاکرېز ولسوالۍ نوي ټاکل سوي قومندان ملا جانان اخند شرافت ټولو ته ډاډ ورکړ، چي ورسپارل سوی مسئولیت به په ښه ډول مخته یوسي او د ولسوالۍ د ټولو نظامي او ملکي برخو له مسئولینو څخه یې وغوښتل، ترڅو د کارونو د پرمختګ په برخه کي ورسره پوره همکاري وکړي.
شنبه: ۱۴۴۳/۷/۳
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.