نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
یادي څرګندوني د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک د سېشنبې په ورځ سهار په خپل کاري دفتر کښي د مالیې وزارت څخه له راغلي پلاوي سره په لیدنه کښي وکړې. د لیدني په پيل کښي د راغلي پلاوي مشر مولوي شفیقالله شهیدخېل په خپلو خبرو کي وویل، د کندهار په پنځمه حوزه کي […]
یادي څرګندوني د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک د سېشنبې په ورځ سهار په خپل کاري دفتر کښي د مالیې وزارت څخه له راغلي پلاوي سره په لیدنه کښي وکړې.
د لیدني په پيل کښي د راغلي پلاوي مشر مولوي شفیقالله شهیدخېل په خپلو خبرو کي وویل، د کندهار په پنځمه حوزه کي د مالیې وزارت اړوند شپاړلس جریبه مځکه شتون لري، چي په خبره یې اوس ځیني کسان ددې دولتي مځکي د غضب په هڅه کي دي، چي په دې برخه کي یې د مرستیال والي څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.
وروسته مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک لومړی د مالیې وزارت څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې وویل، دا هیواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی، چي د هر ډول فساد او زورواکۍ له منځه وړلو او همدارنګه د ټولني د پرمختګ لپاره باید په ګډه کار وکړو.
مولوي حیاتالله مبارک وویل، د ا،ا،امارت مشرتابه د مځکو د غضب په برخه کي خورا جدیت لري، نو د لارښووني په اساس یې ولایتي اداره به هیچاته د مځکو د غضب اجازه ورنه کړي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې د ولایتي ادارې په استازیتوب راغلي پلاوي ته د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
سېشنبه: ۱۳۴۳/۵/۲۴
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.