نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د روا ن(۱۴۴۲هـ ق) کال د ذوالحجې میاشتې په (۱۶) نېټه د بولدک په مرکزي جامع مسجد کې د شاوخوا ساحوي مجالسو علماء کرامو یوه ستره او پرتمینه غونډه دائره کړه . یاده غونډه د مرکزي دارالافتاء ، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د جنوب غرب حوزې د مرستیال مولوي حافظ محمد حامد صاحب او […]
د روا ن(۱۴۴۲هـ ق) کال د ذوالحجې میاشتې په (۱۶) نېټه د بولدک په مرکزي جامع مسجد کې د شاوخوا ساحوي مجالسو علماء کرامو یوه ستره او پرتمینه غونډه دائره کړه .
یاده غونډه د مرکزي دارالافتاء ، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د جنوب غرب حوزې د مرستیال مولوي حافظ محمد حامد صاحب او ورسره مل هیئت په مشرۍ کې دائره کړل شوه .
په همدې غونډه کې د بولدک ولسوالۍ علماء کرامو ، سوداګرو ، مخورو ، سپین ږيرو ، مجاهدینو او ګڼ شمېر مخلصو مسلمانانو برخه درلوده .
یاده غونډه پر لاندې دوو نشستونومشتمله وه :
اول نشست :
چې پیل یې د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو، پر (۵) پنځو بجو پیل شو او د مازدیګر تر لمانځه پوري یې دوام وکړ. په همدې نشست کې د یاد کمېسیون مرستیال د روانو حالاتو په اړه د (والذین جاهدوا فینا لنهدینهم سبلنا) پر مبارک آیت او د ( العلماء ورثة الانبیاء …) پر مقدس حدیث باندې مفصله ، مدللـه ، هراړخیزه او موثره وینا واوروله ، له علماء کرام څخه یې مننه وکړه چې په د ې سختو او حساسو حالاتو کې خپل فعالیتونه پر مخ بیايې ، علماء کرام یې د ذکر شوي حدیث مطابق دټولنې رهنمایان ، د هدایت ستوري ،د انسي شیطانانو شړونکې ،د ټولنې د هر درد او رنځ دوا وبلل ، زیاته یې کړه :” څرنګه چې په دې سیمه کې د شلو کلونو په دوران کې داسي واکمنان تېر شوي چې دین ته یې هیڅ اهمیت نه ورکاوه ، د ځوان نسل ذهنونه د کفارو او د وخت د واکمنانو له لوري دومره تخریب شوي چې پر اسلام اود اسلام پر اصولو باندې داسي اعتراضات کول کېږي چې د کفر لامل ګرځي ، د همدې تخریب شویو اذهانو تنویر د علماء کرامو وظیفه ده .
څرنګه چې په سیمه کې د قومیت او عصبیت پاللو منحوس او پلید رنځ له وختونو څخه دود دی او اوس د سیمي خلک د مجاهدینو په اړه هم داشک کوي چې ګواکي ــــ خدای جل جلاله مه کړه ـــ دوی به هم لکه تېر چارواکي په سیمه کې له خلکو سره چلند د قومیت پر بناء کوي ، د همدې رنځ درملنه او په دې اړه خلکو ته دامارت دريځ او د اسلام ارشادات ورفهمول د علماء کرامو دنده ده ، دوی باید خلک پوه کړي چې په امارت کې قومیت هیڅ ځای نه لري ، که هرڅوک د دې جرم مرتکب کېږي علماء کرام به یې تر لاس نیسي او محکمې ته به یې راکاږي ؛ ترڅو د قومیت پاللو بدبویې له منځه ولاړه شي او د ټولنې وګړي د ورورګلوۍ په فضاء کې خوښ ژوند وکړي .
څرنګه چې اسلامي امارت عمومي عفوه کړې بناءً علماء کرام چې د کابل د اجیري ادارې له کارکوونکو سره په هره بڼه تعارف او د دوی په مینځ کې نفوذ لري باید د اجیري ادارې په لیکو کې کارکوونکي پوه کړي ، له دې ناروا لارې یې را بېل او د اسلامي امارت پر ضد له مقاومت څخه یې لاس پر سر کړي ؛ترڅو خلک د همدې عفوې له برکته دومره ګټه تر لاسه کړي لکه د مکې د فتحې له عفوې څخه چې قریشو ترلاسه کړې وه .
نظامي بریا د الله تعالْی په نصرت او دمجاهدینو د بېدریغه قربانیو په نتېجه کې تر لاسه شوه ، د راتلونکي اسلامي نظام چارې او قرآني قوانین پلي کول د علماء کرامو وظیفه ده، په دې اړه باید علماء کرام ځانونه شاته نه کړي ؛ بلکې باید په دې اړه موثر رول اداء کړي .
علماء کرامو د محترم مرستیال صاحب د وینا ډېر تود هرکلی وکړ ، ژمنه یې وکړه چې د وینا د متن هره جمله به د خپل توان په کچه عملي کوي .
دوهم نشست :
چې پیل یې د کلام الله تعالْی په مبارکو آیاتونو سره وشو ، د مازدیګر له لمانځه سمدستي وروسته پیل شو ، په همدې نشست کې تنها علماء کرام برخوال وو ، دوی ته د فقهي مجالسو پر اهمیت ، د فقهي مجالسو پرتاریخي ادوارو (دور نبوي ، دور صحابه ، دور تابعین او …) د فقهي مجالسو پر ضرورت او فوائدو د یاد کمېسیون مرستیال صاحب مفصله او له اثره ډکه وینا واوروله .
ورپسې د کندهار ولایت د فقهي مجالسو رئیس مولوي محمد اخوندزاده صاحب په یاد ولایت کې د فقهي مجالسو د شمېر ، څرنګوالي ، په فقهي مجالسو کې د حل شویو مسائلو د شمېر ، په مجالسو کې د علماء کرامو د برخې اخستلو او له مجالسو څخه د علمي افادې او استفادې په اړه مفصله وینا واوروله او زیاته یې کړه چې موږ د کندهار ولایت په ټولو ولسوالیو کې مرکزي فقهي مجالس لرو خو په بولدک کې تر اوسه لا مرکزي فقهي مجلس نه دی جوړ شوی او جوړېدل یې ضروري دي .
علماء کرامو د ده خبرو ته مثبت غبرګون وښود او ژمنه یې وکړه چې ژر تر ژره به مرکزي فقهي مجلس دائر کړو او تفصیلات به یې د ولایتي مسئول له لاري کمېسیون ته ورکړو.
د غونډې په پای کي د روانو تحولاتو په اړه د سیمي د علماء کرامو نظرونه واورېدل شول ، کوم مشکلات چې یې درلودل هغه ور حل کړل شول او د ټولنې او نظام په اړه مشورې ورڅخه وغوښتل شوې چا خپلې مشورې په شفاهي او چا په تحریري بڼه وړاندې کړې مجلس په دعاء سره پای ته ورسېد.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.