کندهار : سویل لوېدیځه حوزه کي د ملګرو ملتونو استازي د سنوفارما درمل جوړوني فابریکې څخه لیدنه وکړه

  د پنجشنبې په ورځ سویل لوېدیځه حوزه کي د ملګرو ملتونو استازي ډرو وایټ کندهار کي د سنوفارما درمل جوړوني لویي فابریکې څخه لیدنه وکړه، چي پرمهال یې کندهار کي د درملو د اتحادیې رئیس عبدالبصیر پیمان، د سنو فارما د درمل جوړوني فابریکې مشر حاجي محمدسعید صدیق او یوشمېر نورو مسئولینو او د […]

 

د پنجشنبې په ورځ سویل لوېدیځه حوزه کي د ملګرو ملتونو استازي ډرو وایټ کندهار کي د سنوفارما درمل جوړوني لویي فابریکې څخه لیدنه وکړه، چي پرمهال یې کندهار کي د درملو د اتحادیې رئیس عبدالبصیر پیمان، د سنو فارما د درمل جوړوني فابریکې مشر حاجي محمدسعید صدیق او یوشمېر نورو مسئولینو او د درملو سوداګرو حضور درلود.

د سنو فارما په نوم د درمل جوړوني فابریکې مشر حاجي محمدسعید صدیق لومړی ددې فابریکې د جوړېدو په اړه هراړخیزه معلومات د ملګرو ملتونو له یاد استازي سره شریک کړل، چي زیاته یې کړه، سنو فارما د درملو تولیدي فابریکه د ۷۱ سوداګرو ترمنځ سهامي فابریکه ده، چي د جوړېدو چاري یې په ۲۰۱۶م کال کي د کندهار عینو ښارګوټي په صنعتي پارک کي پيل سوي، چي په جوړېدو سره به اته سوه مستقیم او تر دوه زره زیاتو هیوادوالو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سي او هم به په اته کاري ساعتونو کښي شاوخوا دوه میلیونه ټابلیټ، یو میلیون کپسول او یولک بوتل شربت په لوړ ظرفیت تولید کړي، چي د تولید ټوله مشینري او وسایل لوړ کیفیت لرونکي او په بشپړه توګه پر نړیوالو معیارونو برابر دي.

حاجي محمدسعید صدیق سویل لوېدیځه حوزه کي د ملګرو ملتونو له استازي ډرو وایټ سره د پیسو د انتقالاتو، د بهرنیو انجینرانو او تخنیکارانو په راوستلو او یوشمېر نورو برخو کي د سنو فارما فابریکې سته ستونزي شریکي کړې.

وروسته سویل لوېدیځه حوزه کي د ملګرو ملتونو استازي ډرو وایټ د سنوفارما د درملو تولیدي فابریکې څخه د لیدني پر مهال خوښي وښودله، چي کندهار کي د هیواد په کچه د درملو یوه لویه تولیدي فابریکه جوړیږي او په خپلو خبرو کي یې وویل، دا د ویاړ ځای دی، چي د کندهار ۷۱ سوداګر په ګډه د خپلو هیوادوالو د خدمت لپاره په دومره لوړه کچه پانګه اچونه کوي.

ډرو وایټ په خپلو خبرو کي د سنو فارما د درملو تولیدي فابریکو مسئولینو ته د هرډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

پنجشنبه: ۱۳۴۳/۶/۱۷