کندهار : د ډنډ ولسوال حافظ صدیق په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه

  د ډنډ ولسوالۍ په مقام کښي د ډنډ ولسوال حافظ صدیق په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي د ډنډ ولسوالۍ د ټولو امنیتي او ملکي ادارو مسئولینو ګډون کړی وو. غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، په لومړیو کي د ډنډ […]

 

د ډنډ ولسوالۍ په مقام کښي د ډنډ ولسوال حافظ صدیق په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي د ډنډ ولسوالۍ د ټولو امنیتي او ملکي ادارو مسئولینو ګډون کړی وو.

غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، په لومړیو کي د ډنډ ولسوالۍ د پوهني د رئيس، د ډنډولسوالۍ د حقوقو مُدیر، د ډنډولسوالۍ د حج او اقافو مُدیر، د ډنډولسوالۍ د زراعت مُدیر، د ډنډولسوالۍ د املاکو مُدیر، د ډنډولسوالۍ د استخباراتو مُدیر، د ډنډولسوالۍ امنیه قومندان، د ډنډولسوالۍ د قریه‌جاتو مُدیر، د ډنډولسوالۍ مُدیر جنايي، د ډنډولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو استازي، د ډنډولسوالۍ د امربالمعروف و نهي عن‌المنکر مُدیر او راغلیو نورو مسئولینو په خپل نوبت سره د خپلو ټولو اجراآتو په اړه معلومات د ډنډ له ولسوال حافظ صدیق سره شریک کړل.

د دوی ټولو تر کاري راپورونو اورېدو وروسته د ډنډ ولسوالۍ له ټولو ملکي او نظامي مسئولینو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي ټولي چاري په بشپړه همږغۍ سره مخته وړي او په خپلو خبرو کي یې ټولو ته په بېلابیلو برخو کي لازمي سپارښتني وکړې، چي زیاته یې کړه، باید ټول پر وخت خپلو دندو ته حاضر اوسو او په بشپړه توګه خپلو دندو ته توجه ولرو، باید ټول له بدو کارونو څخه ځان وساتئ او ځانونه د شرعي نظام مطابق جوړ کړئ او باید د خپل ولس خدمت شپه او ورځ وکړئ.

وروسته دا اداري مجلس د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

پنجشنبه: /۱۴۴۳/۷/۱/هـ ق