کندهار : د پنجوايي ولسوال په مشرۍ د اداري مجلس غونډه ترسره شوه

د شنبې په ورځ پنجوايي ولسوالۍ کي د پنجوايي ولسوال محترم ملاسیف‌الرحمن په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پرمهال یې د پنجوايي ولسوالۍ د ټولو نظامي او ملکي برخو مسئولینو حضور درلود.   غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره راپيل سوه، چی په پيل کي د […]

د شنبې په ورځ پنجوايي ولسوالۍ کي د پنجوايي ولسوال محترم ملاسیف‌الرحمن په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پرمهال یې د پنجوايي ولسوالۍ د ټولو نظامي او ملکي برخو مسئولینو حضور درلود.

 

غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره راپيل سوه، چی په پيل کي د پنجوايي ولسوال محترم ملاسیف‌الرحمن لومړی د ټولو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې د اداري غونډي پر اهمیت خبري وکړې او دا یې د کارونو د پرمختګ، همږغۍ راوستلو او ستونزو لیري کولو په برخه کي مهم ګام یاد کړ.

 

وروسته غونډه کي د ټولو نظامي ادارو مسئولینو لومړی د تېري میاشتي راپور د پنجوايي له ولسوال سره شریک کړ، چي د ټولو مسئولینو راپور له لاسته راوړنو، آبادیو او ښه امنیت څخه برخمن و.

 

همدار راز په پنجوايي ولسوالۍ کي د موسساتو د برخي مسئول هم د تیري میاشتي راپور له ګډونوالو سره شریک کړ، چي زیاته یې کړه، پنجوايي ولسوالي یوه زراعتي ولسوالي ده، خو د وچکالۍ له امله یې ګڼ شمېر اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي، چي په خبره یې اړتیا داده، ترڅو موسسې خپلي مرستي د پنجوايي ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په ګڼو برخو کي څو برابره زیاتي کړي.

 

د غونډي په وروستیو کي د پنجوايي ولسوالۍ د روغتیا، زراعت،ښاروالۍ، د شهیدانو او معلولینو، د جلب او جذب او ګڼو نورو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو د تیري میاشتي راپور او د راتلونکي میاشتي پلانونه شریک کړل، چي په وروستیو کي د پنجوايي ولسوال محترم ملاسیف‌الرحمن په مشرۍ پر دې ټینګار وسو، ترڅو د کارونو د پرمختګ لپاره باید ټول په ګډه او همږغۍ هڅي وکړو.

 

پنجشنبه: ۱۴۴۳/۵/۱۱