کندهار : د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اداره په کندهار کي حوزوي دفتر پرانیزي

  په افغانستان کي د ملګرو ملتونو اړوند د وګړو صندوق «UNFPA» ادارې مشر ډاکټر الکساندر بوریزورا د دوشنبې په ورځ مازدیګر په ولایت مقام کښي له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره وکتل، چي پرمهال ئې په سویل لوېدیځه حوزه کي د ملګرو ملتونو اړوند د وګړو صندوق نوی ټاکل سوی مسئول ډان مینا […]

 

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو اړوند د وګړو صندوق «UNFPA» ادارې مشر ډاکټر الکساندر بوریزورا د دوشنبې په ورځ مازدیګر په ولایت مقام کښي له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره وکتل، چي پرمهال ئې په سویل لوېدیځه حوزه کي د ملګرو ملتونو اړوند د وګړو صندوق نوی ټاکل سوی مسئول ډان مینا او د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني حضور درلود.

د لیدني په پيل کښي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو اړوند د وګړو صندوق ادارې مشر الکساندر بوریزورا وویل، دا چي په افغانستان کي د ا،ا په راتګ سره په بشپړه توګه د کار کولو زمینه برابره ده، نو اداره ئې غواړي، ترڅو په کندهار کي د لومړي ځل لپاره حوزوي دفتر پرانیزي، چي په خبره ئې اداره ئې د روغتیا په برخه کي کار کوي او هڅه به ئې داوي، ترڅو هغه سیمو کي کلینیکونه جوړ او روغتیايي خدمات ورسوي، چي هلته د روغتیا په برخه کي هیڅ خدمات نه دي رسېدلي او اوسېدونکي ئې روغتیايي خدماتو او کلینیکونو ته زیاته اړتیا لري.

الکساندر بوریزورا وویل، اداره ئې پلان لري، ترڅو په سویل لوېدیځه حوزه کي د روغتیايي خدماتو رسولو ترڅنګ ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو، سړک جوړوني، برق جوړوني، بشري پروژو تطبیقولو، د داخلي بې‌ځایه سویو کورنیو سره مرستي کولو او نورو برخو کي هم خپل فعالیتونه او خدمات ترسره کړي او د خپلو خبرو په وروستیو کي ئې کندهار والي او د کندهار د بهرنیو چارو رئیس ته په سویل لوېدیځه حوزه کي د ملګرو ملتونو اړوند د وګړو صندوق نوی ټاکل سوی مسئول ډان مینا وروپېژانده او زیاته ئې کړه، چي د سویل لوېدیځي حوزې د ادارې دا مشر به ئې ټولي چاري د اړوند ریاستونو او ولایتي ادارې سره په پوره همږغۍ مخته یوسي.

وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په افغانستان او سویل لوېدیځه حوزه کي د ملګرو ملتونو اړوند د وګړو صندوق ادارې مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه ئې ځانګړې مننه وکړه، چي کندهار ته راغلي دي او دلته حوزوي دفتر پرانیزي.

کندهار والي په خپلو خبرو کي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو اړوند د وګړو صندوق ادارې مشر الکساندر بوریزورا ته ډاډ وړاندي کړ، چي د حوزوي مشر سره به د ټولو کارونو په ترسره کولو کي بشپړه همکاري وساتي او زیاته کړه، دا چي په افغانستان کي اوس په بشپړه توګه یو واحد نظام حاکم دئ او په بشپړه توګه امنیت خوندي دئ، نو اداره ئې باید خپل خدمات زیات او هغو سیمو ته ورسوی، چي په تېرو څو کلونو کي ورته هیڅ خدمات نه دي رسېدلي، چي د وګړو وجهي صندوق ادارې د مشر له لوري په دې برخه کي د پوره همکارۍ ډاډ وړاندي سو.

دوشنبه: ۱۴۴۳/۷/۲۰