نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د پنجشبې په ورځ سهار ولایت مقام کي د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پرمهال یې د ټولو ادارو مسئولینو او استازیو ګډون کړی وو. غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، په لومړیو کي د […]
د پنجشبې په ورځ سهار ولایت مقام کي د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک په مشرۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پرمهال یې د ټولو ادارو مسئولینو او استازیو ګډون کړی وو.
غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، په لومړیو کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله د غونډي ټولو ګډونوالو ته د علماوو شورا د جوړښت په اړه معلومات وړاندي کړل او په دې غونډه کي یې د ګډون په موخه ددې شورا رئیس مولوي حبیبالله آغا صاحب ته ښه راغلاست ووایه، چي د پيل وینا هم د علماوو شورا رئیس مولوي حبیبالله آغا صاحب وکړه.
مولوي حبیبالله آغا صاحب لومړی په افغانستان کي په بشپړه توګه د شرعي نظام د حاکم کېدو په موخه ټولو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، دا نظام په ډېرو قربانیو سره منځته راغلی، چي اوس پهکار داده، ترڅو ددې نظام په ساتلو او پرمختګ کي ټول په ګډه کار وکړو.
تر یادو څرګندونو وروسته د تېر اداري مجلس پر یوشمېر موضوعاتو بحث او خبري وسوې او د اړوندو ادارو رئیسانو یې د اجراءاتو په موخه راپورونه غونډي ته وړاندي کړل، چي وروسته غونډي ته د کندهار د امربالمعروف و نهي عنالمنکر ریاست سره د همکارۍ کولو وړاندي سوه، چي په اړه یې د امربالمعروف و نهي عنالمنکر ریاست راغلي استازي وویل، دا ریښتنې خبره ده، چي خلګ ښو کارونو ته رابلل او له بدو کارونو څخه راګرځول ددې نظام ترټولو مهم اصل دئ، چي زیاته یې کړه، د امربالمعروف و نهي عنالمنکر ریاست سره باید علماء او رسنۍ بشپړه همکاري وساتي، ترڅو د عامه پوهاوي له لاري خلګ ښو کارونو ته راوبولي او له بدو کارونو څخه یې راوګرځوي.
غونډه کي د کندهار بدني روزني ریاست سره د غېږنیوني او راتلونکو فوټبال سیالیو د مالي همکارۍ په اړه بحث او خبري وسوې، چي په اړه یې د سپورټ او بدني روزني رئیس مولوي ابرار احمد لبیب وویل، کندهار کي روانه میاشت د هیواد په کچه د غېږنیوني لويي درې ورځنۍ سیالۍ پلان سوي او هم د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو کوربتوب، چي پکښي دوولس لوبډلي شاملي دي کندهار ته ورکول کیږي، ترڅو ولایت مقام او نوري ادارې د غېږنیوني په سیالیو کي مالي ملاتړ وکړي او د فوټبال سیالیو کوربتوب ته یوازي او یوازي د اوسېدو ځای برابر کړي، چي د مرستیال والي په مشرۍ پر دې پرېکړه وسوه، ترڅو د دواړو سپورټي برخو مسئولین باید د ولایت مقام او اړوندو ادارو ترڅنګ له بېلابیلو سوداګرو سره هم خبري وکړې، ترڅو دا سیالۍ په ښه ډول کندهار کي ترسره سي.
همدا راز غونډي ته د کندهار ښاروالۍ، عدلیې ریاست، د کانونو ریاست او د ټولګټو چارو ریاست اړوند موضوعات وړاندي سوه، چي د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک په مشرۍ ورباندي مهمي پرېکړې وسوې.
پرټولو موضوعاتو تر بحث او پرېکړو کولو وروسته مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک د ټولو ادارو له راغلیو مسئولینو او استازیو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د مصروفیتونو سره ـ سره یې په اداري مجلس کي ګډون وکړ او زیاته یې کړه، چي اداري مجلس؛ ځکه زیات مهم دئ، چي د ادارو ترمنځ همږغي رامنځته کوي او هم پر هغو موضوعاتو بحث او خبري کیږي، چي مشورو ته اړتیا لري.
مرستیال والي په خپلو خبرو کي د ټولو ادارو رئیسانو ته په یوشمېر برخو کي اړیني لارښووني وکړې، چي زیاته یې کړه، ټول اداري مسئولین مکلف دي، چي د خپلو اداراتو عواید د مستوفیت له لاري بانک ته تحویل کړي، ټول هغه رئیسان چي رسمي نهدي مکلف دي چي د ولایت مقام د بشري سرچینو د پراختیا ریاست په وړاندیز له ریاست الوزراء څخه منظوري واخلي، د مرکز لخوا چي د کومو اداراتو لپاره نوي کارمندان وټاکل سي تر دندي پيلولو مخکي یې د ولایت مقام موافقه اړینه ده او تر هغه وخته د دندي د پيل اجازه ورته نسته ترڅو د ولایت مقام موافقه یې نه وي ترلاسه کړې، د ټولو ادارو رئیسان باید د کندهار د ټولو حوزو له آمرینو سره بشپړه همږغي وساتي او په ګډه ټول کارونه مخته یوسي او ټول رئیسان باید خپلي غوښتني په رسمي شکل له ولایت مقام څخه وغواړي.
وروسته اداري مجلس د دُعا په ویلو سره پایته ورسېد.
پنجشنبه: /۱۴۴۳/۷/۱/هـ
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.