نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار د عامي روغتیا نوي رئیس ډاکټر جمال الدین د ولسوالیو د روغتیا له آمرینو سره وکتل، چي پرمهال یې د عامي روغتیا ریاست نوي مرستیال ډاکټر بسم الله باوري هم حضور درلود. په پیل کي د بېلابیلو ولسوالیو د روغتیا آمرینو د عامي روغتیا نوي رئیس او مرستیال ته یې د نوي […]
د کندهار د عامي روغتیا نوي رئیس ډاکټر جمال الدین د ولسوالیو د روغتیا له آمرینو سره وکتل، چي پرمهال یې د عامي روغتیا ریاست نوي مرستیال ډاکټر بسم الله باوري هم حضور درلود.
په پیل کي د بېلابیلو ولسوالیو د روغتیا آمرینو د عامي روغتیا نوي رئیس او مرستیال ته یې د نوي دندې مبارکي ورکړه او په خپلو خبرو کي یې په ولسوالیو کي د روغتیا په برخه کي پرتې ستونزي د عامي روغتیا له رئیس سره شریکي کړې او په دې برخه کي یې ورڅخه د ځانګړیو همکاریو غوښتنه وکړه.
وروسته د کندهار عامي روغتیا نوي رئیس د ولسوالیو د روغتیا راغلیو آمرینو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې وویل، کندهار کي یې د روغتیایي سکتور د پراختیا په موخه ځانګړي پلانونه تر لاس لاندي دي او پوره هڅه به یې داوي، ترڅو د خپل کاري ټيم په ملاتړ او همکارۍ ټول په لاس کي لرلي پلانونه تطبیق کړي.
ډاکټرجمال الدین وویل، د کندهار ښار ترڅنګ یې ولسوالیو ته ځانګړې پاملرنه سته او د اړوندو ادارو او همکارو موسسو په مټ به وکولای سي، ترڅو د ولسوالیو لیري پرتو سیمو ته روغتیایي خدمات ورسوي.
په وروستیو کي د عامي روغتیا رئیس ولسوالیو کي د روغتیا په برخه کي د ښو خدماتو رسولو په موخه د روغتیا په برخه کي د ولسوالیو آمرینو ته بېلابیلي لازمي سپارښتني وکړې او ورته د پوره همکاریو ډاډ وړاندي سو.
پنجشنبه: ۱۳۴۳/۵/۱۱
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.