نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
یادي څرګندوني د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت اړوند د سرحدي پولیسو عمومي رئيس او د صفونو د تصفیې کمېسیون مرستیال جنرال شېرمحمد شریف بولدک ولسوالۍ کي د سرحدي پولي څخه د لیدني پرمهال وکړې، چي پر مهال یې یوشمېر ځایي مسئولینو او قومي مشرانو هم حضور درلود. د کورنیو چارو […]
یادي څرګندوني د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت اړوند د سرحدي پولیسو عمومي رئيس او د صفونو د تصفیې کمېسیون مرستیال جنرال شېرمحمد شریف بولدک ولسوالۍ کي د سرحدي پولي څخه د لیدني پرمهال وکړې، چي پر مهال یې یوشمېر ځایي مسئولینو او قومي مشرانو هم حضور درلود.
د کورنیو چارو وزارت اړوند د سرحدي پولیسو عمومي رئيس او د صفونو د تصفیې کمېسیون مرستیال جنرال شېرمحمد شریف په خپلو خبرو کي د یادي پولي څخه د لیدني پرمهال وویل، د ا،ا،امارت ټول مسئولین د هیواد ټولو پولو ته ځانګړی پام لري او له ټولو سرحدي پولو به ځانګړې ساتنه وکړي او ددې ترڅنګ یې په خپلو خبرو کي زیاته کړه، چي د پولو څخه د لا ښه ساتني په موخه به ډېر ژر ځانګړي سرحدي ځواکونه پر ټولو پولو ځای پر ځای کړي.
جنرال شېرمحمد شریف د سرحدي پولي څخه د لیدني پرمهال د ټولو مسئولینو او م جاهدینو ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه واورېدل او پر مهال یې دوی ته سپارښتنه وکړه، ترڅو هیواد او خاوري ته ژمن اوسي او له سرحدي سیمو په ريښتنې توګه ساتنه وکړي.
ښاغلي شریف د خپلو خبرو په وروستیو کي ځایي مسئولینو ته د سپين بولدک پولو څخه د لا ښه ساتني په موخه د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
شنبه: ۱۴۰۰/۹/۶
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.