کندهار: د شري او پولیو د مخنیوي واکسین ۱۰ ورځنی کمپاین پيل شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳)نن د کندهار د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سیداحمد شاداب او د کتلوي معافیت آمر ډاکټر حزب‌الله فطرت د یکشنبې په ورځ د کتلوي معافیت آمریت کښي دوو ماشومانو ته د شري واکسین لګولو او دوه څاڅکي پولیو واکسین په ورکولو سره دغه لس ورځنی کمپاین رسماً پيل کړ. د کندهار […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳)نن د کندهار د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سیداحمد شاداب او د کتلوي معافیت آمر ډاکټر حزب‌الله فطرت د یکشنبې په ورځ د کتلوي معافیت آمریت کښي دوو ماشومانو ته د شري واکسین لګولو او دوه څاڅکي پولیو واکسین په ورکولو سره دغه لس ورځنی کمپاین رسماً پيل کړ.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سیداحمد شاداب رسنیو ته وویل، د شري ناروغۍ د مخنیوي او پولیو ضد واکسین دا لس ورځنی کمپاین په کندهار او ټولو ولسوالیو کي تطبقیږي، چي په خبره یې د ښار او ولسوالیو ټولو سیمو ته مسلکي ټیمونه رسېدلي او له نهه میاشتنۍ څخه تر پنځه کلنۍ پوري ماشومانو ته به د شري واکسین او له یوې ورځي څخه بیا تر پنځه کلنۍ پوري به بیا ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.