کندهار: د «سنو فارما» درمل جوړونې فابریکې دفتر رسماً فعاله شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د سنو فارما درمل جوړوني لویي فابریکې اداري دفاتر تر جوړېدو ورسته نن یکشنبه د کندهار د والي ځانګړي استازي حاجي قاري عبدالسلام عمري، د علماوو شورا مالي او اداري رئیس شیخ مولوي محمد مجاهد صاحب او د اقتصاد رئیس ملا عبدالسلام بریالي له لوري رسماً د پټۍ په پرېکولو سره فعاله […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د سنو فارما درمل جوړوني لویي فابریکې اداري دفاتر تر جوړېدو ورسته نن یکشنبه د کندهار د والي ځانګړي استازي حاجي قاري عبدالسلام عمري، د علماوو شورا مالي او اداري رئیس شیخ مولوي محمد مجاهد صاحب او د اقتصاد رئیس ملا عبدالسلام بریالي له لوري رسماً د پټۍ په پرېکولو سره فعاله سوه، چي پرمهال یې د سنو فارما فابریکې مشر حاجي محمدسعید صدیق او ددې فابریکې یوشمېر نورو مسئولینو او استازو هم حضور درلود.

تر پټۍ پرېکولو وروسته د ورغلو مسئولینو له لوري د سنو فارما فابریکې مشر حاجي محمدسعید صدیق د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو او هم په چارو کي د بریالیتو په موخه دُعاوي ورته وسوې.

ښاغلي محمدسعید صدیق وویل ددې ساحې تر فعالېدو وروسته به ډېر ژر د سنو فارما تولیدي ساحه هم فعاله او په کار پیل وکړي.

سنو فارما د درملو تولیدي فابریکه د ۷۱ سوداګرو ترمنځ سهامي فابریکه ده، چي د جوړېدو چاري یې د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالره په ارزښت په ۲۰۱۶م کال کي د کندهار عینو ښارګوټي په صنعتي پارک کي پيل شوې، چي کارونه به یې ډېر ژر بشپړ شي او بیا به د هیواد په کچه لوړ ترینه ظرفیت لرونکي درمل تولید کړي.

همدا راز ددې فابریکې په جوړېدو سره به اته سوه مستقیم او تر دوه زره زیاتو هیوادوالو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سي او هم به په اته کاري ساعتونو کښي شاوخوا دوه میلیونه ټابلیټ، یو میلیون کپسول او یولک بوتل شربت په لوړ ظرفیت تولید کړي.

یکشنبه: ۱۴۴۴/۴/۱۸
د کندهار ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز