نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
یادي څرګندوني کندهار والي حاجيمحمدیوسف وفا د دوشنبې په ورځ ماپښين ولایت مقام کي د اوبو او برښنا وزارت له مرستیال انجنیر مجیبالرحمن عمر سره په لیدنه کښي وکړې، چي پرمهال یې د کندهار د ارغنداب ردو دریايي حوزې رئیس مولوي سیدمحمد شرافت، د هلمند د رود دریايي حوزې عمومي رئیس حاجي قاري عبدالهادي […]
یادي څرګندوني کندهار والي حاجيمحمدیوسف وفا د دوشنبې په ورځ ماپښين ولایت مقام کي د اوبو او برښنا وزارت له مرستیال انجنیر مجیبالرحمن عمر سره په لیدنه کښي وکړې، چي پرمهال یې د کندهار د ارغنداب ردو دریايي حوزې رئیس مولوي سیدمحمد شرافت، د هلمند د رود دریايي حوزې عمومي رئیس حاجي قاري عبدالهادي او د کندهار د والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري هم حضور درلود.
د لیدني په پيل کښي د اوبو او برښنا وزارت مرستیال انجنیر مجیبالرحمن عمر لومړی وویل، اوبه یوه حیاتي ماده، په خاصاً توګه د افغانستان لپاره؛ ځکه افغانستان په وچه کي پروت یو هیواد دئ، چي په خبره یې که د خپل هیواد اوبه مهار کړو، نو د زراعت، مالدارۍ او برښنا په برخه کي به په بشپړه توګه ځان بسایني ته ورسیږو.
انجنیر مجیبالرحمن عمر زیاته کړه، کندهار ته یې د بندونو، چیک ډمونو او کانالونو د جوړېدو په برخه کي ځانګړې پاملرنه سته، چي په خپلو خبرو کي یې د دهلې بند پروژه ډېره مهمه پروژه یاده کړه او زیاته یې کړه، چي باید په لومړي قدم کي ددې پروژې د استملاک چاري ترسره سي، ترڅو بیا نړیوال او آسیايي بانک او یا هم نړیوالي موسیسې یې د جوړېدو په برخه کي ژر تر ژره زړه ښه کړي.
همدا راز غونډه کي د کندهار د ارغنداب رود دریايي حوزې رئیس مولوي سیدمحمد شرافت د دهلې بند د استملاک د چارو په برخه کي په بشپړه توګه معلومات له کندهار والي سره شریک کړل، چي وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی راغلیو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د دهلې بند جوړېدل د ټول کندهار لپاره ترټولو مهمه مسئله ده؛ ځکه ددې بند په جوړېدو سره کندهار د زراعت او برښنا په برخه کي ځان بسایني ته رسیږي.
کندهار والي د ارغنداب رود دریايي حوزې رئیس ته سپارښتنه وکړه، چي ژر تر ژره د استملاک چارو د پیلېدو په موخه د سیمي له اوسېدونکو سره ناسته وکړي، ترڅو ټولي پرتې ستونزي له منځه یوسي .
ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي د اوبو او برښنا وزارت د مرستیال څخه وغوښتل، ترڅو د دهلې بند ترڅنګ د ارغستان بند، د میانکوه بند، د شنه نري بند او ګڼو چیک ډمونو جوړېدو په برخه کي کندهار ته ځانګړې پاملرنه ولري.
دوشنبه: ۱۳۴۳/۶/۲۹
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.