نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د “بُن کنفرانس د تاريخ په تله کي” د هغي مهمي او اړيني غونډي عنوان دئ، چي د پنج شنبې په ورځ ئې کندهار پوهنتون کوربه وو. د “بُن کنفرانس د تاريخ په تله کي” غونډه کي د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال، د پوهنتون مسئولینو او استادانو، محصلینو، د يو شمېر ادارو رئیسانو […]
د “بُن کنفرانس د تاريخ په تله کي” د هغي مهمي او اړيني غونډي عنوان دئ، چي د پنج شنبې په ورځ ئې کندهار پوهنتون کوربه وو. د “بُن کنفرانس د تاريخ په تله کي” غونډه کي د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال، د پوهنتون مسئولینو او استادانو، محصلینو، د يو شمېر ادارو رئیسانو او لسګونو ځوانانو ګډون کړی وو. په غونډه کي بېلا بېلي ویناوي وسوې؛ ویناوال د بُن کنفرانس د جوړېدو پر اهدافو او بدو پايلو باندی وږغېدل. ویناوالو اشاره وکړه، چي د بُن کنفرانس په جوړېدو سره د هیواد د بدبختۍ، اشغال او غلامۍ نوی فصل پرانیستل سو. دوی یادونه وکړه، چي د بُن کنفرانس د افغان ولس غوښتنه نه وه او نه هم په غونډه کي د ولس غوښتني او وړاندیزونه منل سوي دي، بلکي د یوې کمزوره او غلامي طبقې واک ته رسېدل وه. د کندهار د اطلاعات او فرهنګ مرستیال ملا شمس الله صمیم د اطلاعات او فرهنګ د رئیس مولوي نور احمد سعيد پیغام ولوست، د پیغام په شروع کي ښاغلي سعید بخښنه غوښتې وه، چي د ډېرو مصروفیتونو په خاطر په یاده غونډه کي فزیکي خضور نه لري. د کندهار د اطلاعات او فرهنګ د رئیس د پیغام نوري برخي هم د ګډونوالو سره شريکی سوې، په پیغام کي یادونه سوې وه، چي د بُن کنفرانس په داسي حال کي جوړ سو، چي افغانستان تر امريکايي اشغال، وحشت، بربریت او ظلم لاندي وو او د غونډي پایله دا سوه، چي افغانستان ته ئې یو غیري افغاني، غيري ملي او د افغان ولس د ارادو خلاف شعاري حکومت په ډالۍ کي ورکړ. د پيغام په بله برخه کي یادونه سوې وه، چي د بُن کنفرانس د ډالۍ سوي حکومت پايله دا سوه، چي افغان ولس شل کاله وکړېدی، وزورېدی، مهاجرتونه ئې وکړل، شهیدان ئې ورکړل، زندانونه په ډک سول او هر ډول ظلمونه ئې وزغمل. د دې تر څنګ په پیغام کي يادونه سوې وه، چي د بُن کنفرانس په ډالۍ سوي حکومت کي داسي جګړه ماران، خاینان او مفسیدین سره راټول کړل سول، چي بغیر له شخصي ګټو، ظلمونو، تنظیمي اهدافو او خيانتونو څخه ئې بل کار نه درلود. د پیغام په وروستیو کي ډاډ وړاندي سوی وو، چي د ا.ا.ا به د افغانستان د لوېشت لوېشت خاوري څخه دفاع کوي او د ولس د مشروع غوښتنو او حقونو د پوره کولو له پاره به پوره کوښښ کوي. د یادولو ده، چي د غونډي يو شمېر ویناوالو او ګډونوالو غوښتنه وکړه، چي د بُن کنفرانس په څېر د نورو تورو ورځو په اړه هم بايد غونډي جوړ سي او ولس ئې د بدو پايلو او اغېزو څخه باخبره سي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.