کندهار: د انکشاف دهات رئیس د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو د دفتر له مسؤلینو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) نن ورځ د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس ملاعبدالجبار حکمت د نړیوال بانک او د ملګرو ملتو د دفتر یا (UNOPS) له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه او پر یو شمېر موهمو موصوعاتو بحث او خبري وشوې. د لیدني په ‎پیل کي د کندهار د کلیو د بیارغوني او […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) نن ورځ د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس ملاعبدالجبار حکمت د نړیوال بانک او د ملګرو ملتو د دفتر یا (UNOPS) له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه او پر یو شمېر موهمو موصوعاتو بحث او خبري وشوې.

د لیدني په ‎پیل کي د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس ملا عبدالجبار حکمت د نړیوال بانګ او د ملګرو ملتونو د دفتر مسؤلینو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چي د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت او د کندهار ولایت مقام سره تر بشپړو مشورو او همږغۍ وروسته د کندهار په شاه ولیکوټ او پنجوايي ولسوالیو کي یو شمېر پرژوې عملی کوي، چي له دې ولسوالیو څخه وروسته به نورو ولسوالیو ته هم دا پروسه وغځول شي.

د ښاغلي حکمت په خبره د یادو پروژو په عملي کولو سره به د کندهار شاه ولیکوټ او پنجوايي ولسوالیو کي د خلګو لپاره زیاتي اسانتیاوي برابري سي او د یادو سیمو خلګو ته به د کار زمینه هم مساعده شي.

د لیدني په وروستیو کي د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس ملاعبدالجبار حکمت د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو د دفتر مسؤلینو ته د یاد ریاست په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ او خوښي یې وښوده، چي د پروژو په عملي کولو کي ورسره مرسته کوي.